د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين خارجه وزير لی جاو شينګ د دسمبر په ٢٤ نيټه د ښاغلی عبدالله عبدالله په عنوان تلګرام مخابره کړ او په هغه کښی يی په دی مناسبت چه هغه د افغانستان د اسلامی جمهوريت د خارجه وزير په حيث مقرر شوی ، ور ته مبارکی وويله ٠
په تلګرام کښی ويل شوی چه چين او افغانستان دوستانه ګاونډی هيوادونه دی او د دواړو هيوادونو خلک لرغونی او عنعنوی دوستی لری ٠ له څو کالو راهيسی، د دواړو هيوادونو مناسبات د ښه انکشاف په حال کښی دی٠ چين غواړی چه له افغانستان سره يو ځای د دواړو هيوادونو د دوستانه روابطو د پرله پسی انکشاف د پرمخبيولو دپاره ګډ کوششونه وکړی٠