رمز – وانګ جانی ، اوس د اوريدونکو د پوښتنو د ځواب وخت دی ٠ ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کښی د کاغذ ،قطب نما، باروت او چاپ په شمول د چين د لرغونی علومو او تخنيکونو له څلورو لويو اختراعاتو سره علاقه ښودلی ده ٠او دوی غواړی چه په دی باره کښی څه معلومات ترلاسه کړی ٠ نو مهربانی وکړی چه د نن خپرونی په دی برخه کښی به د باروتو اختراع په باب څه معلومات وړاندی کړی ٠
وانګ – ښه ، زه به په دی باب يو څه ووايم ٠
هان ٢ زره کاله مخکښی چينايانو ګوګړ او ښوره وپيژندله ٠ په هغه وخت کښی تاويست پيروانو د ابدی ژوند د ترلاسه کولو دپاره د يوه ډول درمل د جوړولو په ترڅ کښی چه دوی عقيده درلوده چه د دغه ډول درمل د خوړو لو نه وروسته سړی نه مړ کيږی د خطر سره سره ګوګړ ، ښوره او د لرګيو سکاره سره ګډ کړل او په نتيجه کښی يی باروت جوړ کړل٠ که څه هم د باروتو د اختراع مشخص کال معلوم نه دی ٠ خو ويل کيږی چه دغه اختراع د لرغونو چينايانو له خوا د کلونو کلونو زحمت ګاللو په ترڅ کښی ترلاسه شوی او په چين کښی د قديمی علومو او تخنيکونو له ٤ لويو اختراعاتو څخه شميرل کيږی او د باروتو په اختراع سره چين هم په نړۍ کښی په دی باب ډير شهرت موندلی او خصوصاٌ په کمياوی ساحه کښی يی خورا مهم مقام نيولی دی ٠
په هغه کتاب کښی چه د ابدی عمر د درمل جوړولو په باب ٢ زره کاله دمخه د لويديځ هان په دوره کښی د اتو تاويستانو له خوا ليکل شوی ؤ، د باروت کلمه ياده شوی ده ٠ په اتمه يا نهمه پيړۍ کښی د ابدی عمر د درمل جوړولو تخنيک عربی هيوادونو ته خپور شو چه په هغه وخت کښی ښوره د عربو له خوا چينايی واوره او چينايی مالګه ياديده ٠ په دوولسمه پيړۍ کښی باروت د هند له لاری عربی هيوادونو ته ورسيدل او د ديارلسمی پيړۍ په دوهمه نيمايی کښی اروپايی پوهانو له اسلامی کتابونو څخه د باروتو په باب معلومات ترلاسه کړل او د چين د باروت او باڼسی ټوپک په اساس يی په بري سره د جګړی ټوپک او توپ جوړ کړل ٠