<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-24 20:40:58    
چين په درس لوستلو کي د غريبو پيغلو سره د مرستې په برخه کي مثبت ثمرونه تر لاسه کړيدي

cri

د چين د ماشومانو او کوچنيانو صندوق د روان کال د جولاي په ٢٩ مه نيټه په بيجينګ کي د ١٧١ م لمبر منځني ښوونځي د پسرلني غوټۍ په نامه د ټولګي د ٣٠ تنو پيغلو لپاره د فارغ التحصيلۍ درانده مراسم پر ځاي کړل ٠ ددې ټولګي زده کوونکي ټولې د چين له مختلفو ځايونو نه راغلي غريبې پيغلې دي چه د ټولنې په مرسته يي د منځني ښوونځي تحصيلات سر ته رسولي او اکثريت يي د پوهنتونونو له خوا د منلو ليکونه اخيستي او ژر به په پوهنتونو کي درس ولولي ٠ دا د غريبو نجونو سره د مرسته کولو په غرض د پسرلني غوټۍ د پلان د تطبيق ښه نتيجه ده کوم چه د چين د ماشومانو او کوچنيانو د صندوق له خوا عملي شويدي ٠

څرنګه چه د چين ټولنيز اقتصادي او کلتوري انکشاف برابر نه دی ، نو د چين په غريبو سيمو کي ځيني ماشومان چه تعليمي عمر ته رسيدلی ، د درس لوستلو شرايط نه لري او د عنعنوي دود دستور له امله له مکتب څخه په بي برخه شويو ماشومانو کي نجونې دوه پر دريمه برخه نيسي ٠ د چين د ماشومانو او کوچنيانو د صندوق سرمنشي ميرمنې چين شو چن د چين د هغو نجونو د حالت په باب چه له مکتب نه بي برخه شوي پلټنه وکړه ٠ هغې وويل چه ما د چين د لويديځې سيمې د ګان سو او چين خاي په ولايتونو او د نينګ سيا د خوي قوم په خودمختاريه سيمه کي د ځينو ابتدايي ښوونځيو څخه ليدنه کتنه وکړه چه په لومړي او دوهم ټولګي کي نجونې لږ څه زياتې دي ، خو تر پنځم او شپږم ټولګي پوري په يوه صنف کي يوازي دوه دري نجوني پاتي دي او حتي په ځينو صنفونو کي يوازي هلکان ليدل کيږي ٠ ددې حالت په نسبت مونږ د نجونو صنفونه جوړ کړي څو چه دغه له زده کړې نه بي برخه شوي نجونې بيا ښوونځيو ته ستنې شي او د درس لوستلو فرصت تر لاسه کړي ٠

د چين د ماشومانو او کوچنيانو صندوق يو داسي ملي ټولنيز سازمان دی چه د پيسو په راټولولو سره د کوچنيانو او ماشومانو د تعليمي او خيريه چارو لپاره خدمت کوي ٠ دغه سازمان په ١٩٨٩ کال کي د پسرلني غوټۍ د پلان د عملي کولو نه راهيسي ، د ګرد هيواد په مختلفو ځايونو کي د پسرلني غوټۍ په نامه ټولګي جوړ کړي چه له دي برکته زياتې هغه نجونې چه د غربت له امه له درس لوستلو نه بي برخه شوي ، بيا ښوونځيو ته ستنې شويدي ٠

زده کوونکي ګاو چو جو د بيجينګ په اطرافو کي د يوې بزګري کورنۍ نه راغلي پيغله ده ٠ څرنګه چه مور يي معيوبه ده ، نو د کورني اقتصادي حالت يي ښه نه دی ٠ د پسرلني غوټۍ د پلان تر مرستې لاندي هغه د بيجينګ د ١٧١م لمبر منځني ښوونځي د پسرلني غوټۍ ټولګي ته راغله ٠ ددوی په ټولګي کي نورې ٢٩ تنه غريبې پيغلې د چين له نورو ولايتونو او خودمختارو سيمو نه راغلي دي ٠ دوي په منځني ښوونځي کي د ښوونکو زياتې مينې او پاملرني حاصلي کړيدي ٠ ښوونکي شن شو چين خبريال ته وويل چه د ژوندانه په برخه کي ښوونځي په خاص ډول ددوي لپاره کانتين جوړ کړي او ددوی لپاره يي د ورځني اړتيا وړ زيات شيان برابر کړيدي ٠ په بل عبارټ ، ښوونځي ددوي پوښاک ، خوراک ، اوسيدنه او ګرځيدنه ټول ښه ترتيب کړيدي ٠ د درس لوستلو په برخه کي مونږ ددوي لپاره ځانګړي تدريسي پلان جوړ کړيدی ٠ مثلا د درس ورکولو سرعت مو بطي کړي ، درسي ساعتونه مو زيات کړي او ددوي د لارښوونې وخت مو اوږد کړيدی ٠ له غريبو کورنيو نه راغلو دغو پيغلو د درس لوستلو فرصت ته په ډيره درنه سترګه کتلي او په درس لوستلو کي يي خورا کوشش کړيدی ٠ که څه هم اصلا ددوي درسي بنسټ کمزوري و ، خو له ښوونکو سره د ګډ کوشش له برکته دوي بلاخره ښه درسي برياليتوبونه تر لاسه کړيدي ٠ سږکال ددې د ټولکي ٢٢ تنه زده کوونکي د کانکور د ازموينې له لارې د پوهنتونونو له خوا منل شويدي ٠ زده کوونکي ګاو چو جو د ازموينې د ورکولو له لارې د بيجينګ د کمياوي او صنعتي پوهنتون د کمپيوتري ساينس او تکنالوژۍ تحصصي څانګې ته داخله شويده ٠ د فارغ التحصيلۍ په مراسمو کي هغې په ډيرو احساساتو سره وويل چه مونږ بالکل د ټولنې د پاملرني په رڼا کي لويي شوي يو او علمي معلومات مو لاس ته راوړلي دي ٠ په راتلونکي وخت کي به زه هرومرو په خپلو زده کړو کي کوشش وکړم ، د ټولنې او پلار او مور مهم سپارښت ته به هرومرو د عمل جامه ور کړم او د ټولنې هيله به خاوري نه کړم او د خپلې تر لاسه شويو پوهې له لارې به ټولنې ته د خدمت ملا وتړم ٠

د معلوماتو له مخي ، د پسرلني غوټۍ د پلان تطبيق د ټولنې مثبت ځواب او زيات ملاتړ حاصل کړيدی ٠ ددې پلان په رڼا کي تر اوسه پوري څه د پاسه ٥ سوه مليونه ژن مين بي يوونه راټول شوي او يو مليون ٣ لکو ٥٠ زرو تنو غريبو نجونو ته مرستې ورکړي شويدي ٠

د چين د ماشومانو او کوچنيانو د صندوق سرمنشي ميرمنې چين شو چن د مرکې په پاي کي هيله څرګنده کړه چه د چين په دننه او دباندي کي لا زيات روشنفکران د پسرلني غوټۍ د پلان د تطبيق لپاره د بسپنې په توګه پيسي ور کړي څو چه دغه صندوق د چين په غريبو سيمو کي د پسرلني غوټۍ په نامه لا زيات ټولګي جوړ کړي ٠