د چين د زراعتي علومو د اکاډمۍ په اړه د چايو د انستيتيوټ څيړنمل ښاغلی چنګ ځونګ ماو د چايو د کلتور په دريم بينالمللي سيمينارکي چه د سي ان ښار د فامن په معبد کي جوړ شوي و وويل چه د چايو د کلتور څيړنې او د چايو ساينس او تکنالوژۍ په قوي توګه د چين د چايو صنعت ته داومدار او سالم انکشاف ورکړيدی٠
هغه وويل چه د چايو اود چايو دکلتور سرچينې دواړه په چين کي دي او چاي د يو ډول طبيعي، شنه او روغتيايي شربت په توګه د نړۍ په درو لويو شربتونو يعني چايو ، قهوه او کوکاو کي لومړي مقام لري ٠
په ١٩٩٣ کال کي ، د چين د چايو د کلتور بينالمللي څيړونکي ټولنه جوړه شوه او له هغه وخت نه تر اوسه پوري يي په کامياب ډول د اوو دورو لپاره سيمينارونه جوړ کړل ٠اوس د چين په ٢١ ولايتونو ، خودمختاروسيمو اوښارونو کي په وار سره د چايو د کلتور څيړونکي سازمانونه جوړ شوي او مختلفو ځايونو څه د پاسه شل ډوله څيړونکي مجلې چاپې او خپرې کړيدي٠ دغه راز د چين په څه د پاسه لسو پوهنتونونو کي د چايو د کلتور څانګې پرانيستلي شوي چه د چايو د کلتور دڅيړنې لپاره مهمه قوه ګرزيدلې ده ٠
ښاغلی چنګ ځونګ ماو وويل چه د چايو د توليد د علمي څيړنې په برخه کي ،
مربوط انستيتيوټ او پوهنتونونو زياته اندازه ثمرونه تر لاسه کړيدي ٠ په تيره بيا په دی نژديو لسو کالو کي ، د نامتو او غوره چايو توليداتو په بيړه سره انکشاف موندلی او پروسږکال توليدي اندازه يي ٢ لکو تڼو ته رسيدلي او عمومي توليدي ارزښت يي ٨ مليارډو ژن مين بي يونو ته رسيدلی دی ٠ دغه راز د چايو د شربتونو او خواړو په شمول د چايو د پروسيس کولو صنعت هم په بيړه سره انکشاف موندلی او پروسږکال عمومي توليدي ارزښت يي له ١٠ مليارډو يونو نه اوښتي دی ٠ برسيره پردی ، د چايو او روغتيا تر منځ د روابطو د څيړنې په برخه کي هم زيات پرمختګ تر لاسه شوي او د چايو څخه د تغذيې ، روغتيا او د ښکلا لپاره زيات محصولات هم جوړ شويدي ٠
ښاغلی چنګ ځونګ ماو دا څرګنده کړه چه د چايو کلتور او د چايو ساينس او تکنالوژي د يوې الوتکې د دوو وزرونو په شان په قوي توګه د چايو صنعت پرمخبيولي دی ٠