<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-25 16:33:26    
په توده هوا کې د خولو اغيزي

cri

په ګرمه هوا کې ډيره خوله له بدن څخه ترشح کيږي چه بدن يخ وساتل شي ، په دي علت اوبه او مالګه له وجود څخه دفع کيږي ٠ په کلي صورت د بدن استعداد د خولو له پاره ډيروي ٠ لکه څنګه چه يوهانو د يوه کار ګر پر وجود چه په توده هوا کې يي ډير کار کاوه ، ازمايښت کړي دي ٠ دوي وليدل چه په هر ساعت کې يي څلور اعشاريه دوه ليتره خوله له بدن څخه دفع شوې ده ٠ پر خولو سر بيره نور ډير مهم مواد هم له بدن څخه خارجيږي ٠ هغه افراد چه متوسط بدني کار سره ته رسوي ، د سانتې ګراد په دوه ويشت ، دوه ديرش او څلويښت درجو کې په ترتيب سره ١٤٩ ،١٨٩ او ٢٤١ ملي ګرامه په ساعت أزوت چه يوه کيمياوي ماده ده ، دفع کوي او نور ډير ضروري اسيدونه له خولو سره له وجود وځي ٠ دا ډول اشخاص د اوبو پر کمښت سر بيره پروتين ته هم ډيره اړتيا لري ٠ د اټکي ورزشکارانو او کارګرانو ته اهميت لري چه له سپورت او کار وروسته د اوبو په مصرف او حيواني پروتينو دغه کمبود ليري کړي٠ د ساتنې ګراد په څلويښتو درجو کې پر ورزش او کار سر بيره له خولو سره لاندې مواد هم له وجود څخه خارجيږي چه کلسيم ٢٣٤ ملي ګرامه په ورځ کې ، سوديم ٩ سوه ملي ګرامه ، اوسپنه ١٢٥ ملي ګرامه ، مګنيزيم ١٣٠ ملي ګرامه او فاسفورس له ٤٥٠ څخه تر ٧١٠ ملي ګرامه په ساعت کې د کار او ورزش او يا د تبي په وخت کې ويتامين سي په وينه کې کميږي ٠ توصيه شوي ده چه د تبې لرونکو ناروغانو، کارګرانو او ورزشکارانو ته دي په ډيره اندازه ويتامين سي ورکړل شي ٠