<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-25 17:20:37    
د پخواني کاي فنګ ښار سيل

cri

ګرانو اوريدونکو چين ته د سفر په ننني خپرونه کې به د چين د خه نان ولايت د مشهور تاريخي ښار کاي فنګ په باب يو لړ معلومات تاسو ته وړاندې کړو د کاي فنک ښار اوږد تاريخ لري او د څه دپاسه زرو کالو نه مخکې دا ښار د سونګ امپراتوري سلسلې د نهو امپراتورانو لخوا د پايتخت په توګه ټاکل شوی و ٠اوس په دې ښار کې زيات تاريخي او پخواني اثار او ځايونه ﻻ هم پاتي دي ٠ نو په دې وجه کاي فنګ ښار د ډيرو چيني او خارجي سياحانو د سفر د هدفونو څخه شميرل کيږي ٠اوس مونږ سره يو ځاي د سونګ امپراتوري دورې د پايتخت په توګه د پخواني کاي فنګ د ښاروالي د مقر سيل وکړو٠

کاي فنګ ښار د چين د خه نان ولايت په ختيځ کې واقع دی او پخوا د چين په تاريخ کې د اوو پخوانيو پايتختونو څخه هم و ، د چين په تاريخ کې کاي فنګ ښار د سونګ په امپراتوري دورو کې سياسي ، اقتصادي او کلتوري مرکز و او په هغه وخت کې د نړۍ له ډيرو سمسورو پايتختونو څخه هم و ٠

د پخواني کاي فنګ د ښاروالي مقر د ښار په مرکز کي واقع و ، پخواني مقر ﻻ په ډيره پخوا کې تر مځکې ﻻندې ښخ شو، اوسني مقر په ٢٠٠٣ کال کې د پخواني مقر په شکل او د پخواني ښاروالي دمقر پرپتې باندې نوي جوړشوي او ساختماني سبک يې د پخواني مقر په شان دی ٠

هرسهار د کاي فنګ دپخواني ښاروالي د مقر دروازه د موسيقي په غږولو سره خلاصيږي او د پخواني ښاروال دکار د پيل مراسم پرځاي کيږي ٠ ډير زيات خلک او

سياحان دنوموړو مراسمو د سيل دپاره مقر ته ځي ، دا ځای اوس د يوه توريستي

ځاي په توګه و ټاکل شو ٠

د کاي فنګ دپخواني ښاروالي د مقر په څلورو خواووکې لوړ ديوالونه دي ، پر ديوالونو باندې څو کوشکونه جوړشول او پکې يې ډبرين ميزونه او څوکۍ پراتي دي ، پر ميز باندې د چين د پخواني موسيقي الات هم موجود دي ، که سياحان ورسره علاقه ولري نو وکړای شي چې د هغو په واسطه خوش نوازه نغمه وغږوي ٠

د کاي فنګ د پخواني ښاروالي په مقر کې پرته د ديوالونو څخه يوه د چيان لونګ په نامه ماڼۍ هم شته ، ولي د ښاروالي په مقر کې ماڼۍ هم جوړه شوه ٠ علت يې دا و چې د سونګ په امپراتوري سلسله کې دريو امپراتورانو پر شاهي تخت باندې د کيښيناستلو نه مخکې د کاي فنګ د ښاروالانو په توګه په دې ځاې کې کارکړی و ، نو په هغه وخت کې د دوې د اوسيدلو دپاره نوموړي ماڼۍ جوړه شوه ٠ توريستي ﻻرښوونکې نجلۍ جاو نان مونږ ته وويل ددې ماڼۍ بام په ژيړو اجرکاشيو پوښ شوی دی ٠ د کاي فنګ دښاروالي د مقر په ټولو ودانيو کې يوازي د چيان لونګ په ماڼۍ باندی ژيړې اجرکاشي استعمالې شوې او ژيړ رنګ د امپراتورانو د حيثيت نښه ګڼل کيده ، نو له دې څخه دا څرګنده شوې چې دا ځای پخوا د شهزاده ګانو هستوګنځی و٠

علاوه پر دې په دې مقر کې يوه بله وداني هم شته چې ګونګ کوي لو نوميده او د سونګ په امپراتوري دوروکې د کاي فنګ د ښاروالی لخوا د زده کوونکو د امتحان د پاره جوړه شوه ، ددې ودوانۍ د سالون پر ديوال باندې تصويرونه او نقاشي کښل شوي او په پنځلسو برخو وويشل شوې ٠ له نوموړو تصويرونو او نقاشيو څخه د زده کوونکو د امتحان د پيل نه تر پايه پورې ټول بهير ليدل کيږي او د زده کوونکو راز راز احساسات او څرګندونه هم ورڅخه په ژوندي توګه بريښي ٠ ګرانو دوستانو د چين د کاي فنګ په ښار کي زيات د ليدو وړ ځايونه موجود دي په راتلونکي کې به مونږ ددې ښار نور په زړه پوري او دلچسپ ځايونه او تاريخي اثار تاسو ته معرفي کړو ٠