<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-25 17:46:27    
هېواد شېرزاد

 


cri

نوم مې هېواد شېرزاد دى، د ١٣٥٨ لمريز کال د غبرګولي په مىاشت کې د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې زېږېدلى يم، خو اصلي ټاټوبى مې د ننګرهار ولايت د شېرزادو ولسوالي د ملي خېلو قريه د شورلاخېلو کلى دى.

لومړنۍ زده کړې مې د جلال آباد د ښار د محبوب سنګر په ښوونځي کې کړي دي، وروسته مې خپلې زده کړې تر دولسم ټولګي پورې د ننګرهار ولاىت په عالي لىسه کې پاى ته ورسولي. د يو سلسله ستونزو له امله دې ته اړ شوم چې ګران ټاټوبى افغانستان پرېږدم، د پنځو کلونو راهيسې د سويډن د مالمو په ښار کې دخپلې کورنۍ سره د بې وطنۍ شپې ورځې تېروم. اوس په سويډن کې خپلې زده کړې کوم او همدا شان په سويډن کې د افغانانو د علمي او فرهنګي مرکز د خپرونې (( نوې هيلې )) د کمپيوټر چارې پر غاړه لرم.

له کوچنيوالي څخه مې د شعر سره مينه درلودله. خو لومړى ځل چې مې ژبه په شعر ګويا شوله هغه ١٣٧٦ لمريز کال د زمري مياشت وه.

اکثره وخت د وطن په ياد شعر ليکم. يو څو لنډې کيسې هم تر لىکنې لاندې لرم خو تر اوسه کومه چاپ شوې ټولګه نه لرم.

پــــښــــتــــو

رانــــه پردۍ شوه کـــــــورنـۍ پښتو

شـــوه ګــــډه وډه مــــــورنـۍ پــــښتو

د نورو ژبـــــو ترقــــــــي وګــــــــــورئ

تر ټولو پاتې شوه وروستۍ پښتو

چا په ايران چا پاکستان خرڅه کړه

هـــم کابلۍ هــــــم پېښورۍ پــــښتو

بچــــي دې شول په نورو ژبو ميين

درته يـــې جـــــوړه کړه زندۍ پښتو

که دا مــــو حال وي يو د بلــــه سـره

کلـــه به پاتـــې شـــي ژوندۍ پښتو

راځـــئ په ګډه ســـره جوړه کړو بيا

هېــواده ! خپـــله پخـــــوانۍ پښـتو

................... مالمو ــ سويډن ، ٢٠٠٣ / ٣ / ٥