د سينهوااژإنس د خبر له مخې د پاکستان د صوبه سرحد د بنو په علاقداري کې د دسمبر په ٢٥ نيټه د بم چاودنه وشوه چې په نتيجه کې يو تن مړ او لږ تر لږه شپږ تنه زخميان شول ٠ د پاکستان د اطلاعاتو وزير شيخ رشيد احمد خبريالانو ته وويل د بم چاودنه د بنو په يو دکان کې وشوه ، تر اوسه پوري کوم شاهد نشته چې دا پيښه د تروريستانو لخوا رامنځته شوه ، په عين وخت کې هيڅ سازمان او هيچا نه دي ويلي چې دوي ددې پيښې مسؤليت په غاړه لري ٠
|