<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-26 17:09:47    
په نړۍ کښی تر ټولو نه لويه طلايی خزانه

cri

1په هغه ځای کښی چه د نيويارک له وال ستريت څخه دومره ليری نه دی، له سترو ډبرو څخه جوړ شوی څوارلس پوړيزعمارت ولاړدی او دا د نيويارک د فدرالی ذخيری بانک دی تر نوموړی عمارت لاندی د شل مترو په ژوروالی ځای کښی .په نړۍ کښی تر ټولو نه لوی طلايی ګدام شته .چه پکښی د نوی مليارډو امريکايی ډالرو په ارزښت سره زر ذخيره شوی دی چه دغه رقم د نړی د سره زرو دذخيری يو پر څلورمه برخه نيسی .په دغه ګدام کښی د ټولو سرو زرو وزن اوه زرو ټنو ته رسيږی .د نوموړی زيرزمينی طلايی ګدام د جوړيدو له پيل نه داړه ماران دا جرائت او نيت نه لری چه لوټ يی کړی .که څوک دغه طلايی ګدام ته ننوځی ، نو دغه ګدام کولی شی چه په اته ويشتو ثانيو کښی پوره وتړل شی ،دننه په ګدام کښی هوا يوازی د يو تن دپاره کفايت کوی او دوه اويا ساعته استعماليدای شی .دطلايی ګدام دباندی زيات وسله وال ساتونکی عسکر د څليرويشتو ساعتو دپاره په نوبت سره د ګدام محافظه کوی ، هر يو يی مسلکی ماهر ټوپک وال د ی. په دغه طلايی ګدام کښی دباندی ته د تګ يوه لويه دروازه هم نشته . ګدام ته د داخليدو دپاره فولادی دايروی ماشين شته چه وزن يی نوی ټنو ته رسيږی . کله چه ماشين حرکت وکړی او دغټ سيلندر د چورليدو نه وروسته په منځ کښی ددوه مترو په اوږدوالی تنګه لاره را پيدا کيږی چه دا طلايی ګدام ته د داخليدو يوازنی دروازه ده .

د پنځلسو کلونو نه وروسته دچين نفوس به ډير کم شی .

د ملګرو ملتو د ارقامو له مخی په ١٩٧٠ کال کښی په چين کښی د ولادت ميزان

په سلو کښی پنځه اعشاريه اته و ، اوس په سلو کښی يو اعشاريه اته ته کم شوی دی . دچين د نفوسو د سر شميرنی د دفتر له خوا برابر شوی رقم حتی لا ډير ټيټ دی ، دولادت ميزان يی په سلو کښی يو اعشاريه دری ته ټيټ شوی دی .تر ٢٠١٥ کاله پوری به د چينايانو مطلوب عمر له امريکی څخه واوړی .د ٢٠١٩ کال د پای نه مخکښی يعنی د پنځلسو کالو نه وروسته دچين نفوس به يو مليارډ پنځه سوو مليونو تنو ته ورسيږی ، وروسته بيا به د نفوسو د ډير کميدو دوری ته داخل شی.دروانی پيړۍ دمنځنيو کلونو نه مخکښی به امکان لری چه دچين نفوس په سلو کښی شل او يا ديرش تنه کم شی .