<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-26 17:31:06    
درې نۍ د ١٣٨٣ لمريز کال د مرغومې ١

cri

نوم مې باز محمد او تخلص مې عابد دى په ١٣٤٦ لمريز کال د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې وزيږېدم. تر يولسم ټولګې پورې مې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې خونقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو زده کړو ته پرېنښودم او په ١٣٦٣ لمريز کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته کډه شوم، چې تر اوسه مې کورنۍ هملته اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت رانه کړچې لوړې زده کړې وکړم. خپله تنده مې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په دې وتوانيده چې په ما کې د شاعرۍ او ليکوالۍ تومنه پېدا کړي. په ١٩٩٢ ع کال مې په شعر ويلو پيل وکړ او په ١٩٩٨ ع کال کې مې په داستان ليکلو پيل وکړ. په ١٩٩٤ ع کال کې د کاروان، نورالحبيب نثار او مصطفى سالک په ګډون په دې وتوانيدو چې افغان ادبي بهير جوړ کړو. يوه کال مې د افغان ادبي بهير ګذارشونه وليکل او درې کاله مې مسلسل بهير د سټيج چارې سرته رسولي دي. او تر هغې چې په پېښور کې وم د بهير د انسجام او مالي چارې مې پرمخ وړلې.

د ٢٠٠٠ع کال د عرفان کلتوري مرکز څخه د خپريدونکى پښتو او فارسي درې مياشتنی سپيدې معاون په حيث مې دوه کاله کار کړى دى او د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کې د بي بي سي راديو سره د نشراتو په برخه کې مې په کار پيل کړى چې لا تر اوسه دوام لري. تر اوسه مې دوه د شعرونو مجموعې چاپ شوي دي چې لومړۍ يې دنکريزو پاڼه نومېږي چې ناهيد کتاب خپرولو موسسې چاپ کړى دۍ. او بله ټولګه د لو دى د لونګو نومېږي چې د هيلې دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. يو ټولګه دلنډو کيسو مې د نامريي ځواک په نوم چاپ ته تياره ده او هم مې د افغان ادبي بهير دګذارشونو غورچاڼ ته ګوتې تخنيږي .

باز محمد عابد

راز

د کال اولې ورځې ستړې مه شې،

دا راته وايه چې په خير خو راغلې

خدای دې له ما سره ژوندۍ لره

دا ړومبی ځل نه دی چې ما باندې احسان کوې

زما په ژوند دا اوه ديرشم ځل دی،

چې خپله ښکلې څيره ما ته ښايې

وايه کنه د کال اوږدو کې خو به،

زما په څير چا ځورولې نه يې؟

چا درته سپکې سپورې نه دي ويلي؟

چا خو به تا نه نفرت نه وي کړی؟

هو،

ته به خبره نه يې،

غواړم چې تا ته يو راز وسپړمه

تير کال چې ته راتللې،

ستا له راتلو نه فقط يو ورځ مخکې

يو چا له ما ځنې نفرت وکړ،

يو چا له ما سره سپيڅلی شان تعهد مات کړ،

يو چا زما په پاکه مينه باندې تور پورې کړ

باور دې وشه، په ايمان يې وايم

پرونۍ ټوله ورځ،

له شين سهاره تر خړي ماښامه

د پوره کال انديښنو،

يو په يو وځوروم

سخت مې په ځان باندې زړه و سوزيدو

دومره مې وژړل چې اوښکو مې لمن درنه کړه

شپه راغله، شپې په غيږ کې ونيولم

خو نن سهار چې زه له خوبه ويښ شوم،

د ماهيپرد غره له هسکې څوکې،

ستا سورکي لمر راته د وړانګو غبرګ لاسونه راکړل

نو سم له واره مې د زړه غوږ کې شاعر ملګري وويلې:

عابده! بس دی تير په هير وګڼه

نورې د تير کال اندېښنې له زړه نه وغورځوه

اوس پوره کال اوښتی

د نوي کال دلمر زرينې وړانګې

درته په مينه وايي

د نوې ورځ تنکۍ شيبې،

د کال تر پايه پورې

درته نيکمرغه غواړم

١/١/١٣٨٣ د کابل منډيي