<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-26 18:55:03    
اژدهای خودی

cri

د تورو تيارو په څمڅو او غارونو کی لاس تپول او ټپريدل ، په مجهرولانو پسی هڅه کول ، هيڅ نه ليدل او له نااشنا غير مريې محيط او ماحول سره تماس او تعلق پيدا کول ، هغه کار دی چه معرفت غوښتونکی يی په ظلمت باندې تد غلبې د پاره کوی .

نوی عرفانی کشفيات او له تورتم نه رڼاته چه راويستل ، داسی شغل دی چه د معنا طالبان ورپسی شپې سبا کوی او د ظواهرو له سطحې نه ورپسې د اسرارو او خفاياو تل ته ښکته کيږی چه هلته بينا او ړندې سترګې يو حکم لری ، بلکه ليدونکی سترګې د تورتم احساس لاډير کوی .

هغه څه چه له دغسې تماس څخه ، په انسانی شعور کی منعکس کيږی ، د دې خلکو الفاظ او کلمات يی نه شی افاده کولی او د تعبير له حدودو څخه ليرې وی ، ځکه يی ترجمانی په اشارو او کنايو ، په استعارو او رمز وايما کيږی ، يعنی شاعرانه ژبه او فلسفی فکر غواړی چه د ابهام تفسير په ايهام ورته ويلی شوو . مجاز او حقيقت په همدغسی ځايونو کی خپل ځان يو په بل کی ورکوی او شعر و فلسفه خپل کور يو کوی . د فعور له رڼا نه د تحت الشعور تورتم ته ننوتل ډير مشکل سفر دی او د سراعظم کشف د هر چا د ښاغلی سيد بها الدين دغه ابتکاری غامض اثر اژدهای خودی د شعور او تحت الشعور په قلمرو کی ډيره ښه سفرنامه ده . زه نه شم ويلی چه زه به څنګه او څومره پرې پوه شوی يم ، مګر دا په يقين ويلی شم چه په خوند يی هيدلی يم .

په دې اثر کی نفسياتی ښامار له افسانوی ښامار او سياسی ښامار سره تلميحی ارتباط لری چه ضمنی مطالب يی له اصلی مطلب څخه لږ ارزښت نه لری .

که څوک غواړی په ځان او جهان کی د اژدها دمرګ په راز او رمز پوه شی او د سيه پوش قهرمان په ضد د سبزپوش رت النوع پرستش ته مخه کړی دا اثر دې په غور او دقت مطالعه کړی .

ښايی چه په دغه وسيله ، لکه د نيمې شپې لاروی رهګذر نيمه شب د لاشعوری د مغارې تل ته پريوزی او بيا له ځان سره د عشق ډير مهم پيغام خپل کور و کلی ته راوړی او خلک ورته ليونی ووايی . داسی ليونی چه د سراعظم د ښکارولو جرت او شهامت مورسره وی او په ډاګه ووايی :

ستاسو قهرمان بادار اژها دی چه په ټول جهان نه مړيږی او په دريابونو يی تنده نه ماتيږی . که غواړی دغه ښامار مړ کړی نو اول په خپل ځان کی د ښامار وژلو هڅه وکړی او هغه اشوب طلبه ازادګان چه د تحت الشعور په مغارو کی په زنځيرونو تړلی پراته دی خوشی کړی .

په عقل نه شی لوی کارونه په جذباتو کيږی

بدنظامونه د جنون او عشق طوفان ماتوی

د افلاطون په حکمت نه کيږی د حق پالنه

لښکر د ظلم و معصيت ابن عمران ماتوی .