په يوه ورځ کې په يوه ساعت کې له يوې شفاخانې نه دوه جنازې را ووتلی هغه يو د کم خونۍ په وجه او دا بل د فشارخون په سبب مړ شوی و . د هغه جنازه څلور تنو په اوږه را اخستې وه . د دې بل په جنازې پسې بې حسابه لوی او واړه موټرونه روان وو .
هغه يوه وينه نه درلوده ځکه مړ شو . د دغه بل وينه زياته شوې او تېزه شوې وه ځکه يې ژوند نه شو کړای .
دوی دواړه مړه شول مګر مرګونه يی يو راز نه و او مرضونه ېې بيل وه . يوه د نورو وينې هم څکلې وې او دې ته محتاج و چې ډاکتران يې له وجوده وينه وباسي . بل ته چا خپله وينه نه وه پريښې او بې وينې و .
يو د افراط او بل دتفريط له لاسه مړشو ، هغه چه فقير و او په فقرالدم مړ شو د هغه له مرګه د باختر اژانس هيڅ خبر نشو ، د دې بل د مرګ اطلاع اخبارونو په ډير تاسف اخستې وه او د جرايدو مخونه يې په ماتم کې تورشو .
دوی دواړه يو بادار او بل مزدور و ، څه موده پخوا ښاغلی بادار رنځور شو ډاکتر د مزدور وينه د رنځو په وجود کې انجکشن کړه ، د مزدور قوي وجود کمزوری شو او بادار په لږ وخت کې دهر راز خوراکونو په زور او د عياشۍ په وجه په فشارخون مبتلا شو .
جيرته چه دغه شان بادار او مزدوري وي دغه شان کارونه کېږي او ديوه په ځای دوه مري .
يو کمزوری کول او بل قوي کول ددواړو په مړينه تمامېږي او د ظالم او مظلوم عاقبت همدغه شان وي .
مونږ داراز مرګونه طبيعي ګڼو مګر په حقيقت کې قتل او مقاتله ده چه د وينو پور ورته ويلی شو .
په دغسې مرګونو کې هم قاتل او مقتول شته مګر زمونږ پوليسان او حاکمان پرې نه خبريږي . او داسې معنوي قتلونه له نورونه دوی ډير کوي .
دلته دا عادت دی که چا څوک په ټوپک ووېشت يايې په چړو وواهه پوښتنه يې کيږي ، مګر که چا ډوډۍ وخوړه او هغه له لوږی مړ شو دغسې قاتل ته سزا نه ورکوي دغه راز مقتول ته څوک شهيد هم نه وايي او نه څوک پری تبی تړی .
په رښتيا چې مونږ ډير ظاهربين يو او حقايقو ته نه يو ملتفت زمونږ ډاکتران هم مونږ غوندې دي او په دې نه پوهيږي چې اصلي مرض ظلم دی او حقيقې علاج عدالت دی .