<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-27 18:14:54    
دچين لويديځی سيمی د پرمختګ په حال کښی دی .

cri

د روان کال نه راهيسی د چين حکومت د اقتصاد په عمومی تنظيم او کنترول کښی زيات قوتونه اچولی دی ، مګر ځينی خلک په دی نظر دی چه نوموړی ستراتيجۍ او پلان دچين د لويديځو سيمو پر ودانولو باندی ناوړه اغيزه اچولی ده

خو حقيقت دا دی چه د اقتصاد د عمومی تنظيم او کنترول په باب ستراتيجۍ او پلان د چين د لويديځو سيمو د ودانولو دپاره نوی فرصت برابر کړی دی ، د لويديځو سيمو اقتصاد لا هم په چټکۍ سره انکشاف موندلی دی .

دچين د صدراعظم جينګ پی يان د ٢٠٠٤ کال دپاره دچين د لويديځو سيمو په هغه فورم کښی چه لږه موده دمخه د کوانګ سی د نان نينګ په ښار کښی پر ځای شو ، يوه وينا وکړه او په هغی کښی يی په تيرو پنځو کلونو کښی د چين د لويديځو سيمو دودانولو په باب د پلان لوړ تقدير وکړ او د نوموړی پلان د تطبيق له لاری ستر پرمختګ او دليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه شوی دی. مرستيال جينګ پی يان د تشويق وړ ارقام معرفی کړی دی .

دپنځو کلونو نه راهيسی دچين په لويديځو سيمو کښی دداخلی توليداتو عمومی ارزښت په منځنی ډول هر کال په سلو کښی په لس سرعت سره زيات شوی او د ټولی ټولنی په ثابتو پانګو کښی هر کال په منځنی ډول په سلو کښی شل زيات شوی دی . په ٢٠٠١ ، ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کال کښی د نوموړو سيمو دداخلی توليداتو عمومی ارزښت په جلا جلا توګه په سلو کښی نه ، لس او څوارلس زيات شوی دی

چه دغه ارقام د ټول هيواد د داخلی توليداتو دعمومی ارزښت د زياتوالی له

سرعت څخه اوښتی دی .

په تيرو پنځو کلونو کښی په لويديځو سيمو کښی د هغو پروګرامونو او پروژو شمير چه نوی په کار لويدلی دی ، شپيتو ته رسيدلی دی ، د پلان له مخی به پکښی د اتو سوو پنځوسو مليارډو ژن مين بی يونو په اندازه پانګی واچول شی ،دروان کال تر پايه پوری به دريويشت مهمی پروژی په پوره او يا په برخه ايز ډول تر سره شی او په کار ولويږی .ختيځ چين ته د لويديځ چين د طبيعی ګاز دانتقالولو پروژه تر سره شوی ده ،له چينګ های نه تر تبت پوری داوسپڼی د پټلۍ د پروژی په سلو کښی پنځه نوی برخه تر سره شوی ده او په زراعتی مځکو ، شاړو غرونو او مځکو کښی د نولسو مليونو مليونو په مساحت نيالګی ايښودل شوی دی .

د لويديځو سيمو په کليو کښی د مواصلاتو ، داوبو لګولو او انرژيو په شمول داساسی تاسيساتو د ابادۍ دپاره مهم ګامونه اخيستل شوی دی ، د بزګرو د توليد او ژوند شرايط په ابتدايی توګه ښه شوی دی .، په تيرو پنځو کلونو کښی په غريبو ولسواليو کښی د اوولسو زرو کيلومترو په اوږدوالی عمومی سړکونه جوړ شوی دی . دلويديځوسيمود پوهنی په تيره بياپه کليوکښی د اجباری پوهنی دانکشاف د ملاتړ او په کليو کښی د عامه روغتيا دتاسيساتو دابادۍ د پياوړتيادپاره دولت زياتی پانکی اچولی دی .

په لويديځو سيمو کښی د خاصو او ځانګړو صنايعو انکشافی ګامونه په ښکاره توګه چټک شوی دی . د بريښنا ، سکرو ، نفتو ، طبيعی ګاز ، رنګه فلزاتو او توريزم په شمول صنايع دچين په بازارونو کښی مهم مقام نيولی دی .د پنځو کالو نه راهيسی

نوموړی سيمی ټول د لسو مليارډو ډالرو په اندازه خارجی پانګی منلی دی .

دچين د لويديځو سيمو دودانولو په باب د پلان د تطبيق په نتيجه کښی دچين اقتصاد انکشاف موندلی دی .لويديځو سيمو د چين دختيځو او منځنيو سيمو دپاره

زياتی انرژۍ، معدنی محصولات او خاصو او ځانګړو زراعتی محصولاتو په شمول منابع برابر کړی دی ،د نوموړو سيمو د مهمو پروژو ابادۍ د ټول هيواد د مختلفو ځايونود خلکو دپاره دکار فرصتونه برابر کړی دی .

نوموړی ارقام د لويديځو سيمو د پرمختګ د سرعت څرګندوی دی او همدا راز دا نښه نښانه ده چه د نوموړو سيمو څلور سوو مليونو تنو خلکو د چين د لويديځوسيمو له انکشاف څخه ګټی اخيستی دی .