د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان پوځ د دسمبر په ٢٧ مه نيټه د عبدالله معسود په شمول تروريستانو ته چه د جنوبی وزيرستان د قبائلو په سيمه کی پټ او د دوی د نيولو امر ئی صادر شوی، امر ورکړ چه د راتلونکی کال د جنوری تر ١٥می نيټی پوری تسليم شی ، که نه د پاکستان پوځ به ور باندی سخت نظامی عمليت تر سره کړی٠
د پاکستان د پېښور د پوځی سيمی قوماندان تورن جنوال صفدر حسين د جنوبی وزيرستان د قبائلو په سيمه کی د قبائلو د مشرانو په غونډه کی وويل چه معسود او نور اړوند افراد بايد تر ټاکلی وخت پوری تسليم شی٠