د سين هوااژانس د خبر له مخی، د پاکستان د شمال لويديځ د نظامی سيمې قوماندان تورن جنرال صفدر حسين د دسمبر په ٢٧ نيټه مجرم عبدالالله محسود ته چه د چين دوه تنه انجنيران يی وتښتول، التيماتوم صادر کړی چه بايد د راتلونکی جنورۍ له پنځلسمې نيټې نه مخکښی بی له کومه شرطه تسليم شی٠
قوماندان صفدر حسين دا څرګنده کړه چه که عبدالالله محسود او په جنوبی وزيرستان کښی پټ شوی تروريستان په صربت الاجل کښی تسليم نشی ، نو دوی ته به سخت نظامی ضربتونه ورسول شی٠ هغه زياته کړه چه د هغو کسانو په مقابل کښی به هم له جدی تدبيرونو څخه کار واخلی کوم چه د تروريستانو حمايت کوی٠