<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-28 19:02:19    
د روسيې اميدواري ښځې غواړي چه د سندرو ويلو په واسطه د جنينو لارښوونه وکړي

cri

د جنينو د سالمې ودې لارښوونکي موسيقي نن ښه مروج ده او په ډيرو هيوادو کي استعماليږي ، خو د روسيي اميدوارې ښځې غواړي چه دغه ډول لارښوونه بدله کړي او پر ځای يي د سندرو ويلو په واسطه د جنينو لارښوونه وکړي ٠

د روسيي طبي متخصصانو ويلي چه د جنينو د عنعنوي موسيقي لارښوونکي طريقه حامله ښځې د زيات وخت لپاره خوشحاله ساتي ، د حامله ښځو روحي توازن منظم ساتي او د جنينو د سالمې ودې لپاره ګټه لري ٠ خو دغه طريقه هم نيمګړتيا لري چه جنين يوازي موزيک احساسوي ، خو له مور نه اطلاعات نه شي خپلولي ٠ علاوه پر دی ، که د موسيقي الاتو کيفيت او اواز ښه نه وی ، دا به د جنينو په روغتيا باندی هم سخته ناوړه اغيزه وکړي ، نو د روسيې طبي متخصصان پيشنهاد کوي چه حامله ښځې بايد په مناسبه خوشحالۍ سره سندري ووايي چه له دي لارې له جنينو سره خبري کول د جنينو د موسيقي لارښوونې سره پيوست کړي شي او د جنينو د ودې په ترڅ کي مثبت روحاني بدلون رامنځ ته شي ٠

اوس د مسکو ښار په درو روغتونونو کي د حامله ښځو لپاره د سندرو ويلو په واسطه د جنينو د لارښوونې کورسونه پرانيستل شوي او طبي او موسيقي متحصصانو د حامله ښځو د خصوصيتونو له مخي تقريبأ يو زر داسي سندري جوړی

کړي چه محتويات يي د مور د مينې ، د ماشومانو د لوبو او ساعت تيريو، د هوا او

څلورو فصلونو د بدليدو او د حيواناتو او نباتاتو په باب د معلوماتو څخه عبارت دي څو چه د ميندو په نسونو کي جنين په ښه توګه سندري واوري او په سالم ډول وده وکړي ٠ خو دا چه د سندرو ويلو له لاري د جنينو د سالمې ودې د لارښوونې واقعي نتيجه څنګه ده ؟ د روسيي متحصصانو په قول ، نتيجه يي د خوښۍ وړ او ګټه يي له اټکل څحه هم پورته ده ٠ د مربوطو روغتونونو د ډاکترانو په قول چه د سندرو ويلو په واسطه د جنينو د لارښوونې کورسونه يي پرانستلي دي ، هغه جنين چه ور ته د سندرو ويلو په واسطه لارښوونه شويده ، د ميندو په نسونو کي هميشه په سالم ډول وده کوي او د زيږيدو نه وروسته د سرخوځولو ، په ډډه اوښتلو ، ناستي ولاړی ، تللو او خبرو کولو کي يي لياقت له ټولو هغو ماشومانو نه چه دغه ډول لارښوونکي طريقه يي نه ده خپله کړي ، زيات دی٠ دا هم ويل شوي چه دغه ډول ماشومان تر يوه کاله پوري په کومه سخته ناروغۍ نه اخته کيزي ٠ د جنينو نوي لارښوونکي طريقه ميندو ته هم زياتې ګټې رسولي دي ٠ معمولأ حامله ښځې د زړه د ټکان په چټکوالي او د وينو فشار په نابرابري اخته وي ، خو که دوي د ډاکترانو تر لارښوونې لاندي په ټاکلي وخت سندري ووايي ، نو د وينو فشار به يي عادي او برابر وي او روحي خپګان او د ماشومانو د زيږولو نه دمخه به يي ويره هم ورکه شي ٠

متخصصان وايي چه حامله ښځې د سندرو ويلو په واسطه جنينو ته د ميندو د زړه حال بيانوي څو چه جنين په سالم ډول وده وکړي ٠

په دنمارک کي ماشومان هميشه پخپله دباندي لوبې او غرمني خوب کوي ، خو ځوان پلرونه او ميندې کله کله د کورونو له کړکيو څخه خپل اولادونه څاري ٠ د دنمارکيانو په نظر ، دا کار په ماشومانو کي د خپلواکي د شعور د روزلو لپاره ګټه لري ٠

خو د دنمارک ځوان پلرونه او ميندې کله کله دا هم هيروي چه بايد خپل ماشومان کور ته بوزي ، نو په دی وخت کي پوليسان د کوچنيانو ښه پالونکي وي او هغه ماشوما ن چه تر ناوخته په واټونو کي لوبي کوي او يا په چمنونو کي ويده پاتي وی ، خو پلرونه او ميندې يي نه ليدل کيږي ، يو يو خپلو کورونو ته رسوي او په واليدينو يي سپاري ٠