<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-28 19:06:07    
د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام په باب د روزني پياوړتيا

cri

ګرانو خويندو اسلام عليکم ، د کوچنيانو د نړۍ په ننني پروګرام کي به تاسي يو راپور واوري چه عنوان يي دی ، د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام په باب د روزني پياوړتيا ٠

د خبر له مخي ، د چين د خه بي ولايت د نينګ جين ولسوالي د هه چو علاقدارۍ ٣٥ منځنيو او ابتدايي ښوونځيو د څه د پاسه لسو زرو زده کوونکو لپاره د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام درس پرانيستلی څو چه د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام په برخه کي د زلميانو او کوچنيانو ښه اخلاق وروزل شي ٠ دا يو ښه تدبير دی او د زده کوونکو د ايډيالوجيکي او اخلاقي روزنې يوه مهمه برخه ده ٠

د پلرونو او ميندو اطاعت او احترام کول د چيني ملت عنعنوي ښه اخلاق دی ٠ که يو نفر د کوچنيتوب او زلميتوب په وخت کي د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام په باب روزنه ومني ، نو دا به دده په ټول ژوند باندي ښه اغيزه وکړي ٠ که يو نفر د خپلو پلرونو او ميندو سره هم مينه او محبت و نه لري ، نو په راتلونکي وخت کي به څنګه د زړه له کومي د خلکو لپاره خدمت وکړي او ددوي خدمتګار وګرزي ؟ د هه چو علاقه دارۍ په منځنيو او ابتدايي ښوونځيو کي د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام په باب د درس د پرانيستلو نه وروسته ، د زياتو زده کوونکو پلرونو او ميندو ويلي چه د اولادونو په سلوک او روزنه کي يي بدلون راغلی او تر پخوا نه په زياتو کارونو ښه پوه شويدي چه دا د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام د روزنې يو ښه ثابتوالی دی ٠

اوس په چين کي زيات زده کوونکي په خپلو کورنيو کي يوازني زامن يا لوڼې دي او د پلرونو او ميندو له خوا ددوي د افراطي محبت او مينېکولو له امله

زيات شمير يي په دي نه پوهيږي چه څنګه د پلرونو او ميندو اطاعت او احترام وکړي ٠ داسي زده کوونکي که څه هم ښه درسي موفقيتونه لري ، خو بيا هم ډيرامکان شته چه د لوي کيدو نه وروسته به د خپلو پلرونو او ميندو احترام و نه کړي ٠

د هه چو د علاقه داري دغه تدبير د تعميم وړ دی څو چه زلميان او کوچنيان له کوچنيتوب نه د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام ښه اخلاق ولري ٠

ګرانو خويندو ، تاسو همدا اوس يو راپور واوريد چه عنوان يي و ، د پلرونو او ميندو د اطاعت او احترام په باب د روزنې پياوړتيا ٠