<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-29 11:21:35    
د هند او پاکستان د خارجه چارو د سکريترانو په خبرو اترو کی لوی پرمختګ نه دی تر ﻻسه شوی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د هند او پاکستان د خارجه چارو د سکريترانو خبرې اترې د دسمبر په ٢٨مه نيټه په اسلام اباد کی پای ته ورسېدې چه پکی د کشمير د مسئلی په باب لوی انکشاف نه دی تر لاسه شوی ٠ خو دواړو خواوو د خبرو اترو د وروستی پړاو اجندا وټاکله او دا ئی څرګنده کړه چه په مداومه توګه به د دواړو هېوادونو تر منځ د پيل شوی هر اړخيز ديالوګ جريان پرمخ بوزی٠

د پاکستان د خارجه وزير مرستيال رياز خوخار او د هند د خارجه وزير مرستيال شايم سرن د خبرو اترو نه وروسته د يوی ګډی اعلاميي په خپرولو سره وويل چه دواړو خواوو په خبرو اترو کی په عمده توګه د سولی او امنيت د مسئلی په باب بحث وکړ او موافقه ئی کړيده چه خپل منځی تګ را تګ زيات او د متقابل اعتماد د پياړوی لپاره د دواړو هېوادونو د سرحدی سيمی او د کشمير د عملی کنترول کرښی په اوږدو کی تدبيرونه ونيول شی٠ دواړو خواوو يو بل ته د توغندی د ازموينی د خبرتيا ورکولو د موافقه ليک د مسودې په باب هم بحث وکړ ، سره له دې چه موافقه ليک نه دی ﻻسليک شوی ، خو په دې ساحه کی د دواړو هېودونو اختلافونه کم شويدی٠

په نوموړی اعلاميه کی زياته شوه چه دواړو خواوو موافقه وکړه چه د راتلونکی کال د اپريل نه تر جون پوری د خبرو اترو دريم پړاو پر ځای شی او دواړه هېوادونه به په سرحدی سيمی کی د کشالی ، د ترهګرۍ او مخدره موادو په ضدد مبارزې او تجارتی همکارۍ په هکله خبری اتری وکړی٠ له دې نه پرته ، د دواړو هېوادونو

مامورين او متخصصين به د راتلونکی کال په لومړنيو شپږو مياشتو کی د سرحدی امنيت ، د ذروی او عادی وسلو په ساحې کی د متقابل اعتماد د جوړولو د مسئلی په هکله تخنيکی سلامشوره وکړی٠

په نوموړی اعلاميه کی هم اعلان وشو چه د هند او پاکستان صدراعظمان او خارجه وزيران به ممکن د جنوبی اسيا د سيمه ايز همکاری د اتحاد د مشرانو په ديارلسمه غونډه کی سره ملاقات وکړی چه په راتلونکی جنوری کی د بنګله ديش په مرکز داکه کی جوړه شی٠ علاوه پر دی ، د هند خارجه وزير ناتور سينګ به په راتلونکی فيبروری کی پاکستان ته سفر وکړی٠

د خبر له مخی، د نوموړو خبرو اترو په ترځ کی د کشمير د مسئلی په باب د دواړو هېوادونو د خارجه چارو د سکريترانو ديالوګ د اټکل په شان پرمختګ نه دی تر ﻻسه شوی ٠ سرن وويل چه د کشمر مسئله يوه ډېره پيچلی موضوع ده ٠ پاکستان او هند د دې موضوع د حل و فصل لپاره ډېر وخت ته اړتيا لری٠ په عين وخت کی هغه دې ته اشاره وکړه چه پاکستان بايد د هندی کشمير په سيمه کی د وسله والو افرادو د ننوتلو د مخنيوی دپاره لا زيات تدبيرونه ونيسی٠ مګر خوخار دا څرګنده کړه چه پاکستان په دې ساحه کی تر پوره وسی پوری کوشش کړيدی ٠هغه وويل چه يوازی د ديالوګ په واسطه اختلافات کم شی او د دواړو هېوادونو د لوړو مقاماتو تر منځ راکړی ورکړی د دواړو هېوادونو د اختلافاتو حل و فصل ته ګټور دی٠

د دوه ورځنيو خبرو اترو په ترځ کی د هند د خارجه چارو سکريتر سرن په وار سره د پاکستان د صدراعظم او د خارجه وزير سره د پېژندګلوۍ کتنی وکړې٠ د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د پاکستان او هند تر منځ د ديالوګ له جريان څخه خوښی

څرګنده کړه او هېله ئی وکړه چه نوموړی ديالوګ د کشمير موضوع په شمول د دواړو هېوادونو تر منځ د ټولو مسئلو د حل و فصل لپاره زمينه برابره کړی٠

د څېړونکو شخصيتونو په نظر د پاکستان اوهند تر منځ د پيچلی حالت له امله، دا عملی کار ندی چه د يوی يا څو ځلی خبرو اترو نه وروسته موجودې مسئلې حليدای شی ٠دا چه دواړو هېوادونو دا څرګنده کړه چه په دوامداره توګه به د ديالوګه جريان پر مخ بوزی ، پخپله پرمختګ دی، ځکه چه ديالوګ د دواړو خواوو د متقابل اعتماد د پياوړتيا او د دواړو خواوو تر منځ د بيلا بيلو مسئلو د حل و فصل لپاره فايده لری٠