<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-29 17:44:04    
له مصيبت ځپلو خلکو سره مرسته زمونږ حتمي دنده ده

cri

څرنګه چه د چين مساحت ډير لوي او جغرافيايي عوارض يي پيچلي دي ، نو هر کال د چين په ځينو سيمو کي د سلاب ، وچکالۍ ، زلزلې او د غره د لمن د ښوييدو په شمول ډول ډول طبيعي مصيبتونه پيښيږي . په تيره مياشت کي د چين د ټولنيزو چارو وزارت پريکړه وکړه چه د ټول هيواد په بيلا بيلو لويواو منځنيو ښارونو کي د مصيبت ځپلو سيمو او خلکو سره د مرستې خيريه فعاليتونه تطبيق شي څو چه بي وزلي خلک په عادي توګه يخ ژمي تير کړي . خبريال په دي وروستيو ورځو کي د چين د لومړي لوي ښار شانګهاي د شو حوي سيمې د دو جيون نومي د اوسيدونکي کميټې د مشر ښاغلي جو جاو چيان سره لنډه مرکه وکړه او ژوند په چين کي د پروګرام په دي برخه کي به تر دي عنوان لاندي يو لړ مضمون تاسو ته درکړو چه له مصيبت ځپلو خلکو سره مرسته زمونږ حتمي دنده ده .

د اوسيدونکو اداري کميټه په اوسني زمانه کي د چين تر ټولو اساسي يونټ دی چه د شګلونو يا سلګونو کورنيو لارښوونه کوي . د دو جيون باغ په نامه د اوسيدونکو اداري کميټه چه دو جيون په چيني ژبه د ازاليې ګل نوميږي ، په شانګهاي ښار کي يوه نمونوي کميټه ده او په تيرو کلونو کي يي د بيلا بيلو ټولنيزو خيريه فعاليتونو کي ښه خدمتونه سر ته رسولي دي . په روان کال کي د مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې په هکله نوموړي کميټې يو وار بيا خپلې دندې پوره بشپړې کړيدي . ښاغلي جو د سږني مصيبتونو د يادونې په وخت کي وويل .. سږ کال د سپتمبر راهيسې د چين په برخه ايزو سيمو کي د سيلابونو ، وچکاليو ، زلزلو ، سختو واورو اود ډبرو او خاورو د ښوييدو په شمول راز راز طبيعي افتونه پيښ شوي او خلکو ته د سر و مال سخت تاوانونه رسيدلي دي په تيره بيا د جنوبي چين د يون نان ، سچوان او

جيانګ سي ولايتونو په ځينو سيمو کي د سخت باران په اثر د سيلاونو ، د غره د

لمنې د ښوييدو په شمول ډير سخت مصيبتونه رامنځته شويدي . د ټولنيزو چارو د وزارت د هدايت سره سم د يون نان او سچوان له دوو ولايتونو سره د مرستې دنده د شانګهاي په غاړه ده او ښاروالي د روان کال په جولاي او سپتمبر کي په جلا جلا توګه دوه مليونه او دري مليونه ژن مين بي يونه د يون نان او سچوان دوو سلاب ځپلو ولايتونو ته بسپنې کړيدي او تازه پريکړه يي وکړه چه نور لس مليونه ژن مين بي يونه راټول کړي څو چه د جيانګ سي ولايت د هغو بي وزلو زړو کسانو د استوګنځيو د ترميمولو سره چه اولادونه يي لري او په همدغو دوو مصيبت ځپلو ولايتونو کي د هغو بي وزلو خلکو سره مرسته وکړي چه کورونه يي نړيدلي دي .

د بي وزلو خلکو سره مرسته غوره ټولنيز عادت دی ، يو چيني اصطلاح ده چه وايي يو خوا له مشکلاتو سره مخامخه ده ، اته خواوې ور ته د مرستې لاس اوږدوي . ښاغلي جو وويل _ هر کال زمونږ د هيواد په ځينو سيمو کي طبيعي مصيبتونه پيښيږي ، نو زمونږ اوسيدونکي هر کال د مصيبت ځپلو سيمو بي وزلو خلکو ته د مرستې لاسونه اوږدوي ، مثلا يا کالي مالي ور کوي يا نغدي پيسې . څرنګه چه سږ کال په جنوبي چين کي هم سخت طبيعي مصيبتونه پيښ شويدي ، نو اوسيدونکي کميټې مو د خپلې سيمې ګڼ شمير اوسيدونکو ته بلنه ور کړيده چه مصيبت ځپلو خلکو ته کالي مالي او د ژوند نور شيان يا نغدي پيسې ورکړي . ګڼ شمير اوسيدونکو وويل چه اوس زمونږ ژوند ښه شويدی ، له مصيبت ځپلو او بي وزلو خلکو سره مرسته کول زمونږ حتی دنده ده . ښاغلي جو خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويي ويل .. د بلنې د خپرولو نه وروسته په يوه اوني کي څو سوه يونه پيسي او دوه زره څلور سوه ډول ډول کالي مالي راټول کړيدي چه دغه شيان ټول د اورګاډي

ستيشن ته نقل شويدي . که څه هم ځيني متقاعد سپين ږيري او سپين سرې شتمن نه دي او مستعمره يي زياته نه ده ، مثلا يو سپين ږيري چه هان نوميږي ، څلور سوه يونه بسپنه کړيده . نور اوسيدونکو لاهم يا پمبه يي جامې يا بړستنونه يا پيسې نسپنې وکړې ، له دي څخه څرګنديږي چه زمونږ ټولنه يوه لويه کورني ده .