<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-29 18:51:45    
د مرغلرو اميل

cri

د ښاغلی الفت په نظر کی

د الفت له نامه سره لره او بره ، پښتو نخوا ښه اشنا ده بيرون دنيايی هم پېژنی . ده په خپله نويسيندګئ او شاعرئ دنيا خبره کړې ده چه له خصوصياتو څخه يی يو جذابيت او حق ګويی ده . د ښاغلی الفت په قلم د ډيرو دولتمندانو اصحاب جاه بيځايه صفت هم مونږ نه دی ليدلی ، نو د يوشاغر خولاڅه کوې !

نو دغه نامتو او نقاد ليکوال چه د مرغلرو اميل په کتاب څه ليکلی دی بايد په غور وکتل شی .

د مرغلرو اميل

د مرغلرو هغه اميلونه چه اوس زمونږ په بازارونو کی خرڅيږی که د ښکلو او خوبانو په غاړه نه وی نو د ښاغلی موالنا خادم د مرغلرو له اميل سره چه دده د اشعارو مجموعه ده ، هېڅ نسبت نلری . نغه مرغلری چه د جواهرو په تول خرڅيږی او ياد پادشاهانو په خزانو يا کورونو کی وی د شعر په مقابل کی ارزان غوندې شی معلوميږی . مونږ ډيرې قصی اوريولی او په کتابونو کی مو ليدلی دی چه ډيرو پادشاهانو په يوه بيت يادوه بيتونو شاعرانو ته څټې څټې سره او سپين زر بخښلی او ډير ځله يی د دوی خولې له جواهرونه ډکې کړی دی . دا دی د شعر قيمت چه ډيره موده پخوا يی په دی ملکونو کی درلود او غير له سالطينونه بل چا د دغه ګران او قيمتی څيز قيمت نه شو پوره کولی ، ځکه وايم چه د شعر مرغلرې ارزانه نه دی او د معنی دخاوندانو په نظر کی ډير قيمت لری . د دی عصر شاعر په دغه خبره پوهيدلی دی ، ځکه د خزانو له خاوندانو نه څه نه غواړی او مدحيه قصائد نه جوړوی ، که څه غواړی هغه يوازې د قام او ملت له خوا قدردانې ده او بس .

هو! ښاغلی خادم دقلم خادم او دقام شاعر دی ، دده حق په ټوله پښتو نخوا او درستو پښتنو باندې دی . ده هر وخت د دغه ملت په درد او غم ژړلی دی او ملی ارزوګانې يی په شعر کی له ورا ځليږی . پښتانه بايد دخادم د اشعارو مجموعه چه د مرغلرو اميل يی نوم دی . ډير قيمتی څيز وګڼی او په ډير قدر ورته وګوری . دا شعار د يوه ډير حساس او متجسس دماغ د شلو کالو محصول دی چه له ډيرو جګر خونيو سره لاس ته راغلی دی او د يوه دردمند زړه د الهاماتو عرفانی هديه ده . په دې مجموعه کی داسې اشعار شته چه د انسان فکر او خيال ډير هسک ځای ته خيژوی او هغه څه ورښيی چه هر فکر نه ور رسيږی .

د دنيا مالونه ، ځمکې ، پټی ، باغونه ، قصرونه ، له ډيرو خلقو سره شته چه يو يی له بل نه اخستلی او پيرودلی شی ، مګر څه چه د ښاغلی خادم په برخه رسيدلی دی خاص د ده مال دی او له ده سره به وی يعنی پس له مرګه يی هم ترينه څوک نه شی اخيستلی او خادم ته د پښتنو په تاريخ کی ښه حق ورکوی . د ده شاعری دفکر او معنی شاعری ده . که دلته د علم او ادب زياته قدردانی موجوده وای ، او د خيال او فکر پرواز ته هوا او فضا ښه مساعده وای ، دا سړی به دغسې نه وپاتې او د ده استعداد به ډير بروز کړی وی .

د خادم په اشعارو کی د پښتونولی جذبات د پښتون مينه فلسفی افکار ، شاعرانه خيالات په ښه قوت ليدل کيږی ، او تعبيرات يی ډير خوندور او خواږه دی . د يوه مطلب تصوير په ډير ښه شان ايستلی شی او د خيال دتسلسل په ساتلو يی لاس بردی ، په غزلو کی يی ډير نازک ادبی تشبيهات او خوږی استعاری وينو . ده په خپل کلام کی طمطراق او فرق العاده مستی يا ډير جوش و خروش نه دی غوره کړی ، مګر متانت او ادبی قوت يی پکی ډير ښه ساتلی دی ، شعرونه يی ډير روان دی ، مګر پخپله ورو وروځی او خپلوارزو ګانو ته نه دی رسيدلی دی . د بداعت له جنبې نه يی د فصاحت برخه قوی ده او دعلامه اقبال له شعر وشاعری نه يی ډيره ښه استفاده کمړی ده . د مرغلرو په اميل کی د عروج رمز ، تورې بريښ ، د شاعر مسلک ، دا ځکه چه پښتون يم ، بې تهدابه تعمير ، واوا مسلمانی ، سپين غر ، قومی ژوند ، له سپوږمۍ سره خبرې اب حيات ، د چمن سيل ، علامه اقبال ، د ترکوپلار ، د ازادئ عصر ، د جرار جواب ، اه و فرياد زورور نظمونه دی .

زه ښاغلی مولانا خادم ته ، چه د پښتنو مشهور او مفکر شاعر دی او هر وخت مو د ده له اشعارو ډير قيمتی اثر تبريک وايم . هغه افتخار چه د شعر او ادب دنيا کی د ده په برخه رسيدلی دی دومره ګنجايش لری چه مونږ هم پکی برخه واخلو او فخر پرې وکړو!