<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-30 19:07:30    
دچينی ژبی په اړه د مهمو زده شويو جملو د تکرارولو په هکله ١٣مه برخه

cri

ګرانو اوريدونکواودوستانو، د راډيو او انترنيت له لارې مونږ د چينی ژبې لوست په خاص پروګرام کی چين ته د سفر په هکله لومړنی برخه پای ته ورسوله او دوهمه برخه به هم تاسو ته درزده کړو . تاسو ته د نويو محتوياتو د وړاندی کولو نه مخکی به مونږ په ګډه ځينی هغې مهمې جملې چه په نوموړی لومړنی برخه کی مو زده کړې وې ، يوځل بيا تکرارې کړو . اوس مهربانی وکړئ چه له مونږ سره لاندنی جملی په تکرار سره ولولئ .

Zhixie

致谢

مننه

Xiexie ni de bangzhu .

谢谢你的帮助。

ستاسو د مرستی او مدد څخه مننه کوم .

Feichang ganxie ni de hezuo .

非常感谢你的合作。

ستاسو د همکارۍ نه ډيره مننه کوم .

Xiexie ni de yaoqing .

谢谢你的邀请。

ستاسو د بلنی نه تشکر کوم .

Xiexie ni de guanglin .

谢谢你的光临。

ستاسو د راتګ نه مننه کوم .

Xiexie ni de tixing .

谢谢你的提醒。

ستاسو د يادګيرنی نه مننه کوم .

Xiexie ni de liwu .

谢谢你的礼物。

ستاسو له سوغات نه ډيره ډيره مننه .

Xiexie nin de haoyi .

谢谢您的好意。

ستاسو ددی مهربانی نه مننه کوم .

Bu xie .

不谢。

نه دا هيڅ خبره نه ده .

Bu keqi .

不客气。

د مننې وړ نه دی .

Mei shen ma .

没什么。

دا هيڅ خبره نه ده . (دا معمولی خبره ده .)

Nin tai ke qi la .

您太客气了。

تاسو ډير زيات تکلف باسئ .

Xiexie ni wei wo jianxing .

谢谢你为我饯行。

ستاسو د مخه ښی نه ډيره ډيره مننه کوم .

Xiexie ni de shengqing kuandai .

谢谢你的盛情款待。

ستاسو د تودې ميلمه پالنی نه مننه کوم .

Xiexie ni lai songxing .

谢谢你来送行。

ستاسو د تودی مخه ښی نه ډير تشکر کوم .

Wo zai zhongguo guo de feichang yukuai .

我在中国过得非常愉快。

ما په چين کی ډير ښه وخت تيرکړ .

ګرانو اوريدونکو او دوستانو ، د چينې ژبی نننی لوست په همدی ځای پای ته ورسيد او په راتلونکی لوست کی به نورې مهمی جملې هم تکرارې کړو .