د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د دسمبر په دېرشمه مه نيټه د يوې ټلويزيوني وينا په ترڅ کي بيا تايئده کړه چی هغه به په دوامدار ډول د جمهوررئيس او د زمکنی قواوو د درستيز وظيفې په غاړه واخلي .
هغه وويل چی د تير نوامبر په مياشت کي د پاکستان په ملی شورا کي د دې پيشنهاد تصويب شو چی هغه به د جمهوررييس او د زمکنی قواوو درستيز دوې وظيفې په غاړه واخلي ، دا د اکثرو کسانو نظر دی او نورکم شمير کسان بايد دغه پريکړه ومني . مشرف مخالف ګوندونو ته بلنه ورکړه چی د اکثرو کسانو فيصله ومني .
مشرف زياته کړه چی د اساسی قانون لمخې ده ته اجازه ورکول کيږي چی تر ٢٠٠٧ کال پوری دوې وظيفی په غاړه واخلي ، پرته له دي نه د هند او پاکستان تر منځ د سوله ايز بهير ، د تروريزم په ضد د مبارزې ، د هيواد د اقتصادي انکشاف د اړتياوو سره سم هغه د جمهوررييس د وظيفي د په غاړه اخيستلو په عين وخت کي نظامي دنده تر سره کړي .