<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-31 11:33:06    
پرويز مشرف پاکستان او هند ته بلنه ورکړه چی بايد د کشمير مسئلی د حل و فصل دپاره سازش وکړي

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی : د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د دسمبر په دېرشمه نيټه ماښام د يوی تيلويوزيوني وينا په خپرولو سره له پاکستان او هند څخه غوښتنه وکړه چه د کشمير د مسئلی د حل و فصل دپاره سازش وکړي څو چی د کشمير د خلکو د أرزو سره سم د ذات البينی روابطو دغه کلی مسئله حل شی .

مشرف وويل چی که چيری پاکستان او هند د اوسنی دريځ په باب سازش وکړي ، نو دواړه خواوی به د کشمير مسئلی په هکله يوه مصالحه کوونکي لايحه پيدا کړي . په عين وخت کی مشرف بيا تائيده کړه چی پاکستان به د کشمير د مسئلی د حل و فصل په هکله هيڅکله اصولي سازش و نه کړي او لا هم به په دې باندی ټينګار وکړي چی د کشمر اينده بايد د م م امنيتی شورا د مربوطو فيصلو لمخې او د کشمير د خلکو د مشترکې پريکړې له لاري وټاکل شي .