<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-12-31 18:35:11    
په بيجنګ کې د افغانستان د لوي سفير ډاکتر ښاغلي قيام الدين راي برﻻس سره مرکه

cri

سفير صاحب السلام عليکم لومړي تاسو ته د نوي کال مبارکي وايو ، ډير خوشاله يو چې تاسو مونږ ته دا فرصت راکړی دی چې زمونږ سره مرکه وکړي زمونږ پوښتنې په ﻻندې ډول دي

لومړي – په ٢٠٠٤ کال کې د افغانستان انتقالي حکومت د هيواد د بيا رغوني په کارونو کې کوم پرمختګونه او برياليتوبونه ترلاسه کړي او خپل ټاکل شوي پلان يې ترسره کړی دی که نه ؟

١ -- د افغانستان انتقالي اسلامي حکومت د بيا رغونې کارونه تر زياته برخه سرته رسولي دي چې په دې برخه کې زياتو هيوادونو ونډه اخيستې وه چې کولی شو د چين حکومت فعاله ونډه وستايو ، په مشخصه توګه ويلاي شو چې د چين حکومت په ډيرو برخو کې لکه د پروان ابو پروژه ، د جمهوريت روغتون ، د کابل ، جلااباد لويه لاره او داسي نور----

دوهم – د افغانستان د اقتصادي چارو د بيا راژوندډ کيدو سره سره اوس په افغانستان کې د خلکو د ژوندانه حالت څنګه دي ؟

٢ --- افغانستان په تيرو پنځه ويشتو کالو کې په هره برخه کې صدمه او زيان ليدلي دي چې ټولو جهانيانو ته معلومه خبره ده . کله چې د ظالبانو نام نهاده اداره ړنګه او موقتي اداره منځته راغله د افغانستان د بيا رغونې په برخه کې زيات کارونه وشول، خو څرنګه چې مو وويل د افغانستان اقتصاد ، د هستوګنې ځايونه ، ښوونځي ، سړکونه ، فابريکې ، وداني او دولتي تاسيسات زيات متضرر او له منځه تللي دي ، ددې کار د احيا دپاره زياته موده په کار ده ، چې په دې اړه د افغانستان اسلامي دولت د نړۍ د سوله دوستو هيوادونو په مرسته زيار باسي ، د بيا رغونې په برخه کې زيات کار وکړي ٠

دريمه پوښتنه ----په نوي کال کې به حکومت د هيواد د بيا ابادي په کارونو کې کوم نوي پلان جوړکړي وي او څنګ يې ترسره کړي ؟

٣ ---- تاسو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان په تاريخ کې لومړي ځل انتخابات ترسره شول او انتخابي رئيس جمهور وټاکل شو او نوي کابينه تعينه او په کار يې پيل وکړ او نوي کابينه دنده لري چې د هيواد د بيا رغونې په هکله پلان جوړ او په پنځه کلونو کې يې تطبيق کړي ٠

څلورمه پوښتنه –د روان کال په اکتوبر کې ښاغلي حامد کرزي د افغانستان د خلکو لخوا په مستقيم ډول د جمهوررئيس په توګه ټاکل شوی دی ، د جمهوررئيس حامد کرزي تر مشرۍ لاندې به د افغانستان د حکومت راتلونکي ديپلوماتيکي پاليسي څنګه وي ؟

٤ --- څرنګه چې خبر ياست د افغانستان انتخابات په برياليتوب سره سرته ورسيده او رئيس جمهور يې وټاکه او نوي کابينه تعين او په کار يې پيل وکړ٠ د جمهوري اسلامي افغانستان راتلونکي ديپلوماسي په هکله ويلاي شو چې افغانستان تل غواړي چې د دنيا له هيوادونو سره صلح اميزه روابط برقرار کړي او په مشخص ډول د همسايه ګانو سره ، د افغانستان خلک هميشه د سولې او ارامي طرفدار دی ، څرنګه چې په سوله کې کولاي شو چې د افغانستا د بيار غونې په برخه کې کار وکړو

د افغانستان بينالمللي سياست د ماهيت له لحاظه د جهاني سياست د ټينګولو په برخه کې ډير زيات د چين صلح دوستي سياست ته پاتې کيږي ، څرنګه چې د دواړو هيوادونو رهبران په دې عقيده دي چې د سولې په فضا کې خپل هيواد ته پرمختيا او انکشاف ورکولاي شو او خصوصأ د افغانستان د بيا ابادۍ او پرمختيا په برخه کې زياتې صلح اميزه فضا ته اړتيا لرو ٠