<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-02 18:42:15    
په نړۍ کښی د ايدز په ويروس لرونکو په منځ کښی نيمه برخه ښځی د ی.

cri

دملګرو ملتو په اړه د ايدز د ناروغۍ دتداوی د پلان جوړولو رياست او د نړی د روغتيا سازمان لږه موده دمخه په ګډه سره يوکلنی راپور وړاندی کړی او په هغه کښی يی وويل چه تراوسه پوری د نړۍ دايرزويروس په اوه ديرشو مليونو تنو کښی ښځو پکښی نيمايی برخه نيولی ده ، نو ځکه دايدز دوقايی او تداوی په کار کښی بايد ښځو ته په ډيره درنه سترګه وکتل شی.

د ٢٠٠٤ کال دپاره د نړۍ د ايدز د ناروغۍ د چلند په باب راپور کښی ويل شوی چه اوس په ټوله نړۍ کښی دايدز په ويروس داخته لويانو او ماشومانو شمير له نه ديرشو مليونو تنو څخه اوښتی دی ، روان کال څلور مليونه نه لکه نوموړی کسان نوی زيات شوی دی او نور دری مليونه تنه ناروغان به په روان کال کښی مړه شی .

دملګرو ملتو په اړه دايدز د ناروغۍ دتداوی د پلان جوړولو د رياست دعمومی مدير مرستيال کايسرين کراويرو په يوه مطبوعاتی مرکه کښی چه لږه موده دمخه په لندن کښی کښی جوړه شوه ، وويل چه د ايدز په ويروس د اخته کسانو دشمير د زياتيدو عمده علت دا دی چه په تيرو دوو کلونو کښی د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کښی د ايدز په ويروس د اخته ښځو شمير د لوړيدو په حال کښی د ی .

د ملګرو ملتو په اړه دايدز د ناروغۍ دتداوی د پلان جوړولو د رياست له خوا د تازه راپور څخه څرګنديږی چه د ٢٠٠٢ کال د پيل نه راهيسی دختيځی اسيا په سيمه کښی دايدز په ويروس داخته ښځو شمير په سلو کښی شپږ پنځوس زيات شوی او د

زياتوالی ګراف يی د نورو سميو په نسبت ډير لوړ دی ، دختيځی اروپا اومنځنی اسيا په سيمو کښی د نوموړو ښځو شمير په تيرو دوو کلونو کښی په سلو کښی اته څلويښت زيات شوی دی ، په افريقايی سيمه کښی چه د صحرا په جنوب کښی واقع ده، دغه خالت ډير وخيم ښکاری ، په هغه ځای کښی دايدز په ويروس په اخته کسانوکښی په سلو کښی شپيته يی ښځی دی .، په هغو کسانو کښی چه عمر يی له پنځلسوکالو نه تر څليرويشتو کالو پوری دی ، په سلو کښی پنځه اويا ښځی دی .

مرستيال کراويرو وويل چه د ايدز په ويروس د اخته ښځو د شميرد زياتوالی د علتونو څخه يو علت په فيزيولوجۍ پوری اړه لری ، په جنسی فعاليت کښی هغه فرصتونه اوامکانات چه نارينه دايدز د ناروغۍ ويروس ښځو ته انتقالوی ، ډير زيات دی .يو بل علت يی په ټولنی پوری اړه لر ی ، مثلا په ځينو افريقايی هيوادونو کښی ښځی د ژونددپاره مجبورا له هغونارينه و سره جنسی کړه وړه کوی کوم چه عمر يی د ځانه زيات دی .