<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-02 19:15:21    
د مور افسانه ١

cri

اوس ښځه – يعنی هغه ښځه ستا يو چی هغه مور اود ژوند هميشنی چينه ده !

په دې افسانه کی له ګوډ تيمور له ګوډ او سپنيز تيمور نه ، له هغه ګوډ پړانګ نه له هغه ((تامرلان )) څخه ، له هغه نه به خبرې وکړو ، (( تامر لان )) د ګوډ تيمور يو مغلوط نوم دی چی ، کفارو ، دې په دغه نامه بللې دی ګوډ تيمور غوښتل چی ټوله نړی قبضه او وران کړی .

پوره پنځوس کاله دی د ځمکی پرمخ ګرځيده ، ښارونه ، کلی او بانډه به د ده تر او سپنيزو پښو لاندی ورانيدل ، خلک هسی وژل کيدل ، لکه ميږيان چی د پيلا نو تر پښو لاندی ووژل شی ، دی به چی هری خوا ته ، ته . تر مخ به يی د وژلو له امله د سرو وينو بيا لی بهيدلې او دومره مړينی به وشوی چی له هډوکو نه به يی لوړلوړ برجونه جوړيدل ، ګوډ تيمور لا خپل ځان په مرګ باندی هم قوی ګاڼه او له همدغه کبله دی د انسان په وژنه کی سخت حريص وو ، دومره حريص وو چی حتی له مرګ نه يی هم دغچ له اخيستلو ، نه ډډه نه کوله ځکه مرګ د هغه ځوی (( جهانګير )) خوړلی وو ، دی ويروونکی انسان غوښتل چی د مرګ هره ګوله د مرګ له خولی نه وخوری څو مرګ پخپله له لوږی نه مړ شی .

هغه ورځ چی د ده ځوی جهانګير مړ شو ، د سمر قند ټولو خلکو په شنو کاليو ملبس او سپيری خاوری او ايری په سرونو بادول له همغی ورځی نه وروسته چی جهانګير په (( اترار )) کی مړ شو تر ډير شو کلونو پروی تيمور يو ځل هم ونه خندل او په پټه خوله يی ژوند ته دخام ور کړ . نور نورحم او مهربانی د ده له زړه نه ګډه کړی وه ، هوکی پوره ديرش کاله .

اوس ښځه ستايو يعنی هغه ښځه ، چی مورده ، اود بشر يت يوازنی قوت بښونکی ده او حتی مرګ هم د هغی په درنا وی سر ورته ټيټوی !

په دی افسانه کی به د مور په هکله اود ګوډ تيمور د مظار لمو په برخه کی خبری وشی .

پيښه په دې ډول وه چی : يو وخت امير تيمور د (( کان ګل )) په ښکلې جلګی کی په خپل عيش او عشرت او مستو چړچو لګياوو ، جلګه ډيره ښکلې وه دريحان ، ياسمن او نورو سرو ګلانو په ښکلا ښکلې کړ شوی وه ، او ګلګونه شوی وه ، لکه چی وريځی د ځمکی پرمخ وغوړيږی . نو تيمور په همداسې ځی کی په ډول ډول لوبو بوخت وو ، لکه څنګه چی هغه جلګه ډيره سکلی وه د سمر قند شاعرانو هغه جلګه د ((ګلانو مينه – عفق ګلها )) په نامه بلل او همدا رنګه د هغه ښار د جوما تونو شنی او جګی مناری او ګنبدی هم له ورا يه ښکلی او زړه وړونکی بريښيدلی ...

په جلګی کی پنځه لس زره ګردی خيمی د نسترن د ګلانو په څير اوچتی کړشوی وی په سل هاو رنګ په رنګ وريښمين بيرغونه د دښتی ښکليو ګلانو په څير د خيمو د پاسه رپيدلی ، دامير تيمور خيمه د هغو په منځ کی ولاړه وه ، او داسې دا خيمه ښکاريده لکه چی ملکه د خدمو او مينځو په منځ ی ناسته وی .

هوکی : سور ور ، څلور غوږيزی د در بار وو ، هر لور ته يی د سلو مترو په اندازه واټن موجود وو د در بار له خيمی سره د دو لسو زرينو ستنو په سر قبه هم لکه شوی وه ، او د هری ستنی اندازه د انسان د جګوالی په اندازه جګه وه ، د دربار قبی پيروزی رنګ لاره او خيمه له ژيړو او ابی رنګو وريښمينو ټوټو نه چی يويو تور خطو نه يی لرل جوړه شوی وه . او خيمه د پنځو سوو وريښمينو سپڼسيو په واسطه په ځمکه کلکه شوی وه څو خيمه د شمال يا کوم تند تو فان له کبله پور ته نشی او وانه لوزی او د سپينو زرو څلور عقابونه هم د هغه په څلورو کونجونو پوری ټونبل شوی او کلک شوی وو .

او پنځم عقاب خپله ګوډ تيمور وو چی د خيمی په منځ کی ناست وو ، تيمور په خپله هم ازاد ، وريښمين او شنه اسمانی رنګه کالی چی مرغلری پکی ګنډلی شوی وی اغوستی وو . هو کی : مرغلری حتی پنځه زره دا نی مرغلری پکی ګنډلی شوی وی او سپينه خولی يی په سر کړی وه ، هسی خولی چی په هغه کی قيمتی دانه يعنی ياقوت له رايه بريښيده ، د ياقوتو دانه د ده په خولی کی داسی ټونبلی شوی وه چی د خو نړی سترګو په شان خونی ښکاريده ، اوده هم هماغسی جهان ته په خونکارو سترګو کا ته ....

د ګوډ امير څيره ديو ه تيره شی په شان دسی بريښيده چی ته واپه سرو وينو به لړلی او رنګ شوی وی په هغو سرو وينو کی چی دی به په زرها و ځلو پکی لمبيدلی وی ، سترګی يی تنګی تنګی وی ، ولی په همغو تنګو تنګو سترګو يی ټول شيان ليدل اود سترګو برښنا يی لکه د ساړه زمرد د برښنا په شان وه هغه زمرد چی هغه په عربانو کی درنښت او محبوبيت لری .

ويل شوی چی دغه تيږه يعنی زمرد د نظر او وژونکی ناروغی (( وچکی )) له پاره پوه په زړه پوری دواده .