<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-02 19:27:47    
د چين حکومت د کوچنيانو او ماشومانو د امنيت د ساتلو لپاره لوي عام المنفعه فعاليت رامنځ ته کړيدي

cri

نژدي اته زره داوطلبان به د امنيت ساتلو د استازو په توګه دنده په غاړه واخلي او د کوچنيانو او ماشومانود امنيت د ساتلو لپاره به د چين د مختلفو ځايونو په ښوونځيو کي د اوسيدونکو په سيمو کي د امنيت په باب تيوري او نظريات تبليغ کړي ٠ دا فعاليت د چين د کوچنيانو او ماشومانو د امنيت ساتونکو عملياتو لومړني ګام دی کوم چه د مارچ په ٣١ مه نيټه په مرکز بيجينګ کي پيل شويدی ٠

د امنيت ساتونکو عملياتو د تشکيلاتي کميټې د دفتر رييس ښاغلي ګاو اين مينګ وويل چه د ماشومانو امنيت په لس ګونو زرو کورنيو سره اړيکي لري او ددوي په ځاني ګټو او د ولسونو په نيکمرغۍ ارامۍ پوري مربوع دي ٠ ددې عملياو مقصد د ګردې ټؤلنې لارښوونه کول دي چه د ماشومانو د تصادفي زيان مخنيوي وکړي او د ماشومانو سالمه ورزنه او پاملرنه پرمخبوزي ٠

د نامکملې احصايي له مخي ، د چين د هرڅلورو مړه شويو ماشومانو څخه يو د تصادفي زيان له امله مړ کيږي چه د مرګ ميزان يي د ساري ناروغيو ، سو تغذيي او سرطان په اثر د رامنځ ته شوې مړينې نه اوستي او تصادفي زيانمن شوي ماشومان د چين د ١٤ کالو تر عمر لاندي د ماشومانو لومړني مړينه ده ٠

مربوطو متخصصانو دي ته اشاره کړيدهچه د ماشومانو زياتره تصادفي زيانونه د بي پروايي په اثر رامنځ ته کيږي ، نو دغه تصادفي زيانونه د مخنيوۍ او کنترول وړ دي ٠ که چيري خلک د امنيت په باب خپل شعور لوړ کړي او د امنيت اداره او نظارت پياوني کړي ، نو د ماشومانو د زياتو تصادفي زيانونو او نړينې مخنوي په قطعي ډول کيداي شي ٠

د چين د کوچنيانو او ماشومانو امنيت ساتونکي عمليات چه د کمونست ځوانانو د اتحاديي د مرکزي کميټې ، د روزنې د وزارت ؤ د عامه امنيت د وزارت او د کوچنيانو د کار په باب د ملي کميټې له خوا په ګډه سره رامنځه ته شوي د دسمبر تر پايه پوري به دوام وکړي ٠

دغه راز د کوچنيانو او ماشومانو د امنيتي پيښو او تصادفي زيانونو د قسمونو ، علتونو او عواقبو د معلومولو په غرض يو پلټونکي فعاليت به هم د چين په ټولو سيمو کي پيل شي ٠ برسيره پر دی ، د امنيت د خطرونو د پا کولو فعاليت به کوچنيان او ماشومان راسمبال کړي چه د رخصتۍ په وخت کي د لويانو تر لارښوونې لاندي په خپل ژوند کي هغه پټ خطرونه کشف کړي کوم چه د ماشومانو لپاره تصادفي زيان رسولي شي ٠

د چين د کوچنيانو او ماشومانو د امنيت ساتونکو عملياتو د تشکيلاتي کميټې رييس ښاغلی ګاو اين مينګ وويل چه ماشومان بايدپه دي وپوهول شي تر څو د خپل ځان د امنيت د ساتلو شعور لوړ کړي ٠ په دي لاره کي د نوموړو ماشومانو پوهول د دغه فعاليت اصلي مقصد دی ٠

د چين د کوچنيانو د کار په باب ملي کميټې په ٢٠٠٠ کال کي په امنيت سره کور ته د کوچنيانو د بيرته ستنيدو په باب د فعاليتونو نوښت رامنځته کړ څو چه د ترافيکي امنيت په باب د کوچنيانو شعور او د ځاني امنيت د ساتلو په باب ددوي پوهه لوړه کړاي شي ٠ ترافيکي امنيت يوازي د کوچنيانو د امنيت يوه برخه ده ، ټولنيز عمومي امنيت ، په ښوونځيو کي زورزياتي ، کورني زورزياتي او تصادفي زيانمن کيدال ټول د کوچنيانو امنيت تهديدوي ٠

رييس ګاو اين مينګ دا نظر څرګند کړ چه د چين کوچنيان او ماشومان په عمومي توګه د ځاني امنيت د ساتلو لوړ شعور او د ځان د دفاع کولو لوړ طاقت نه لري ٠ د چين او جاپان د کوچنيانو د دوبني کمپ په يوه فعاليت کي کله چه يوه ښوونکي په ناڅاپه ډول چيغه کړه چه زلزله پيښه شوه ، جاپاني کوچنيانو په بيړه سره تر کټونو لاندي خپل ځانونه پټ کړل ، خو چينايي کوچنيان ځاي پر ځاي ودريدل او په دي پوه نه شول چه څه کار وکړي ٠

رييس ګاو اين مينګ زياته کړه چه د امنيت ساتونکو عملياتو د نوښت مقصد دا نه دی چه کوچنيان يوازي د امنيت ساتلو په باب هغه معلومات چه په کتابونو کي ليکل شوي واخلي ، برعکس مقصد يي دا دی چه دوي د لوبه کولو په ترڅ کي معلومات تر لاسه کړي او د لوبې ، سيمينار او معلوماتي مسابقو په شکلونو سره د امنيت په باب موضوعات وڅيړي څو چه دوي په واقعي ژوند کي له تصادفي زيانونو سره مقابله وکولي شي ٠

د امنيت ساتونکو عملياتو د نوښت د نيمي مياشتې راهيسي ، تشکيلاتي کميټې ته د خلکو د زياتو پوښتنو تيلفونونه رارسيدلي او ځينو ميندو او پلرونو هم په ابتکاري توګه داوطلبانو ته بلنه ورکړه چه خپلو ماشومانو ته د امنيت په باب مربوط معلومات ور کړي ٠

رييس ګاو يان مينګ وويل چه ګرده ټولنه بايد د کوچنيانو او ماشومانو د امنيت تامينولو ته توجه او پاملرنه واړوي ٠ مونږ هيله لرو چه په دي فعاليت کي د هيواد ډير خلک او ولسونه شامل شي او د چين د کوچنيانو او ماشومانو د سالمې ودې لپاره يو امنيتي او ښه شرايط جوړ کړي ٠