لومړی فکر :
پروسږکال د عقرب پنځلسمه شپه وه چه په روداتو کی مېلمانه وو ، او ساز غږېده . يو ساعت وروسته د ښاغلی پاچاګل نيازی دا غزل شروع شو :
عالم مې مجنون بولی څوک می خوا ته نه پريږدی
د دې خواږه غزل دې بيت :
صياد په بی رخمئ کړه رانه دواړه وزر غوڅ
ظالم مې هم وهی هم مې ژړا ته نه پريږدی
په ما زښت ډير اثر وکړ . ځکه چه زه د اتحاد مشرقی د عقرب د پنځمی په ٣١ مه ګڼه کی د دينی تبليغ په شعر کی دې بيتونه :
مال کی د ميراث د خويندو برخې چا ليدلی دی ؟
ميل د خورو لور ته په واده کی چا کتلی دی ؟
مونږ ته چا د کونډو په باب کله څه ويلی دی ؟
دا رنګ مسئلې مونږ ډيرې لږی اوريدلی دی .
ډير چه په وعظونو کی ياديږی سخاوت دی
يا په ډير اخلاص د کوم صاحب مخ کی خدمت دی
د ښځو بد احوال او مظلو ميت ته ملتفت کړی وم ، زه پوه شوم چه د نيازی دا مصرع ک
ظالم مې هم وهی هم مې ژړا ته نه پريږدی
د يوې مېرمنی د زخمی زړه ترجمانی کوی چه د وهلو په وخت کی عاجزه ژړلی هم نه شی ږ
د نيازی دغه غزل د ننګرهار په حجرو کی ډيره موده په کراتو مراتو لوستل شوی و ، مګر څوک ور ته نه ملتفت کيدل او په دنغه شپه يی د اخبار يو ليکونکی له حده زيات خپل تاثير لاندی راوست او د اتحاد مشرقی د ١٣٣٥ په ٣٥ مه ګڼه کی نشر شو . دا شماره چه راووتله په ډيرو کسانو يی اثر وکړ او څو ورځې وروسته د ميرمن غوټئ په نامه يو بل خوږ غزل ادارې ته د نشر دپاره راورسيد چه هغه دا دی :
بادونه د خزان غوټئ خندا ته نه پريږدی
ظالم صياد بلبله د ګل خوا ته نه پريږدی
اختيار مې د ځان نشته دی د جبر په مذهب يم
دادا مې خپلې خوښې و رضا ته نه پريږدی
هېڅ نه شمه ويلی چه په کوم کور کی به سوزم
زما د زړه لاليه ! څوک مې تاته نه پريږدی
پر چاوکړم عرضونه چا ته وکړ مه ژړا زه
دا بد رسم و رواج می حق وينا ته نه پريږدی
دهل که ټکول وی چا ته هيڅ نه شم ويلی
ظالم مې هم وهی هم مې ژړا ته نه پريږدی
د جهل په تياره کی به اوسړږمه تر کله ؟
ما څوک د علم وفن پوهی رڼا ته نه پريږدی
له مانه تربيت د پوه اولاد غوښتل خطا دی
تعليم ته مې چه څوک د مکتب خوا ته نه پريږدی
دا شعر چه د اتحاد مشرقی په ٣٩مه ګڼه کی نشر شو ، ډير اشخاص يی متحسس کړه او ډير ښه استقبال يی وشو . د کابل په ادبی مجله کی هم د اقتباس په ڼيول بيا نشر شو او په تعقيت کی يی د مير من ليلی په نامه يو ډير موثر مکتوب له يوه شعره سره راورسيد چه د اتحاد مشرقی په ٤٥ مه ګڼه کی نشر شو او له ميرمن غوټئ سره يی پوره هماهنګی ښکاره کړې وه . څو ورځې وروسته بيا ددغه شعر اقتفا د مير من بی بی جانی له خوا وشوه (چه د دغې ميرمنې ډير شعرونه د کابل په مجله کی د ميرمن حميدې په نامه ، چه بی بی جان يی لقب دی ، نشر شوه ) د ميرمن بی بی جانې له درد وسوزه ډک شعر ، هم د اتحاد مشرقی په ٥٠مه ګڼه کی نشر شو او هم د کابل په مجله کی څه موده وروسته بيا چاپ شو .