<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-02 20:15:55    
خالد هادي ( حيدري(

cri
خالــــــــــد هـــــادي ( حــــــــــيدري ) د سيد نجم الدين خان هــــــــــــادي زوی د سيد عبدالغــــــفار خان لمسی په خـــټه سيد حــــيدرزی دکــــندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ د تابين دکلي اوسيدونکی چه د١٣٥٩ هـ ش کــــــال د جوزا پر ١٨ مه نېټه د کابل په کرغه سيمه کي زيږېدلی دی .

ښاغلي حـــــيدري خپل د عمر ډېره کمه برخــــــــه په ښونځي کي تېره کړې ده او د افغانستان بې شمېره ناخوالو دهغو سلګونو زرو ځوانانو په څيرچه د علم او زده کړي ا رمانونه ېي په زړه پاته وو د پوهنتون مخه ونه ليدل .

خو بيا هم ښاغلي حيدري د پښتوادبياتو سره د ليونۍ ميني په خاطر خپل مطالعاتو ته ادامه ورکړې وه او د خپل استعداد له مخي ېې د خپل عمر په ډيــــره ځوانه برخه کي ( څوارلــــــس کلنۍ کي ) په شعر ويلو پيل وکړ .

دى هڅه كوي چي د شعر په ژبه نوي موضوعگاني بيان كړي او د نوښت پر لوري گامونه واخلي، يــو نيم ځاى ېې د نورو پر پله د تلو هڅه کړې ده؛كيداى شي په راتلونكي كي دشعر اّر جوهر ته په پـــام سره خپل شعر ته د نوښت او شعرتوب رنگ وبخښي، له ساده بيان اوعاطفيې څخه يې څرگنديږي چي په غــزل كي به تر څه هڅي وروسته خپله لار هم بېله كړي او هغه بري ته به ور لــــنډ شي چي د ډيرو لږو كسانو لاسـونه وررسيږي .

ښاغلی حيدري چه همدا اوس ېې د ژوند خښته د عمر د درويشــــتم پوړ په ورستي پــړاو کي ده پــــه دې توانيدلی دی چې د خپل شعرونو يوه ټولګه او يو پښتو ناول ( لوراو ديدنۍ ) دچاپولو لپاره چمـتو کړي .

ښاغلی حيدري د ٢٠٠٠ ع کال را پدې خوا دامريکا د متحده ايالاتود نيو يارک په ايالت کي اوســــــيږي سي ان ان دتلويزوني شبکې سره د ژورناليست او د CNN او د

سره د افغان فوټوګرافر په حيث دنده اجرا کوي .