<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-03 18:05:20    
ښځينه صنعتګره ___ لای جوی فانګ

cri

لس کاله دمخه د هان قوم ښځه لای جوی فانګ په ځانګړی ډول دخپل اجدادی کور يعنی د ګان سو له ولايت نه د تبت خودمختاری سيمی ته راغلی وه .دغه ښځی په فلات ( لوړه ) کښی د ښه موثريت لرونکی دارو درملود موادو سره ډيره دلچسپی پيدا کړی ده . نن ورځ ميرمن لای جوی فانګ په تبت او نورو ځايونو کښی د تبتی دارو درملو د جوړولو په برخه کښی دچين تر ټولو نه لويه تصدۍ جوړه کړی ده او د پلورلو کلنی اندازه يی دوو سوو مليونو ژن مين بی يونو ته رسيږی .

د چی جينګ د تبتی دارو درملو د ډلی د عمومی مديری په توګه نن ورځ ميرمن لای جو فانګ د يو زرو تنو په مشرۍ په تبت ، ګان سو او بيجينګ کښی د تبتی ددارو درملو د موادو توليدونکی او څيړونکی مرکزونه او د پلورلو شرکتونه جوړکړی دی . خو د نوموړی ډلی دتاسيس نه مخکښی په چين کښی دتبتی دارو درملو د جوړولو تصدۍ لږی ليدل کيږی . ميرمن لای جو فانګ زمونږ د راډيو خبريال ته وويل د تبتی دارو درملو توليدول يو داسی صنعت دی کوم چه خلک پری ه ښه نه پوهيږی ، خو دغه صنعت ځانی تفوق او دودی ښه راتلونکی انکشافی اينده لری ، دتبت د دوا تيوريکی سيستم ډير مکمل دی ، د ناروغانودپاره د مرضونو د تشخيص او تداوی په برخو کښی د هغی تجربی هم ډيری غنی دی .نو ځکه يوی داسی ساحی ته د چی جينګ ډلی داخليدل يو ډير نيکمرغی کار دی .

د تبت زياتره نباتات په هغه يخه منطقه کښی وده کوی کوم چه د بحر له سطحی

څخه څلوراو پنځه زره متره لوړوالی لری . زيات طبی بوټۍ دڅو کالو نه وروسته لس او شل ميلی مترو او يا دوه دری سانتی مترو ته لوړيږی . زياتره تبتی دارو درمل د تازه طبی بوټۍ د اومه موادو څخه په استفادی سره جوړيږی ، نو ځکه موثريت يی ډير ښه دی .

دتبتی دواګانو د جوړولو په بهير کښی ميرمن لای جوی فانګ په هر اړخيز ډول علمی تکنالوجۍ انتقاله کړی ده . دهغی ځينو نويو اختراعاتو نه يوازی دتبتی دواګانو ډولونه غنی کړی ، بلکه هم يی د تبتی دواګانو توليدی سويه هم لوړه کړی ده .همدا راز حکومتی څانګو هم ورځ په ورځ د تبتی دواګانو د کسب دودی ملاتړ کړی دی .هغی وويل په ١٩٩٥ کال کښی مونږ د تبت څخه ليدنه کتنه وکړه ، په هغه وخت کښی حکومتی څانګو تبتی دواګانی دنوموړی ځای د عمده صنعت په توګه نه شمرلی .تر ٢٠٠٠ کال پوری په تبت او يا په چينګ های ، ګان سو ، سی څوان او يون نان په شمول په هغو سيمو کښی چه د تبتی قوم خلک پکښی ژوندکوی او د تبت طبی کلتور پکښی خپريږی ، حکومتی څانګو په ښکاره توګه تبتی دواګانی د نوموړی ځای د عمده صنعت په توګه وګڼلی .

د چی جينګ دتبتی دواګانو ډلی د حکومت په ملاتړ زيات انګشاف کړی دی .تير کال د نوموړی ډلی له ځوا د تبتی دواګانو د پلورلو اندازه دوه سوه پنځوسو مليونو ژن مين بی يونو ته ورسيده ، د اټکل له مخی به روان کال د پلورلو اندازه يی دری سوو مليونو يونو ته ورسيږی .اوس د چی جينګ د تبتی دارو درملو ډلی څه د پاسه پنځوس نوی دواګانی جوړی کړی دی .

د چی جينګ د تبتی دواګانو ډلی دځانی انکشاف په عين وخت کښی

د ټولنی دودی او خپلو هيوادوالو د هوساينی دپاره ورکوی .ميرمن لای جوی فانګ خبريال ته وويل د چی جينګ دتبتی دواګانو ډله هر کال دخپلی تصدۍ له ګټو څخه دوه مليونه ژن مين بی يونه اخيستی دی او دغه پيسی يی د تبت د پوهنی ، کلتور او له غريبو خلکو سره د مرستی په شمول په پروګرامونواو پروژو کښی اچولی دی .

د خبر له مخی د څه د پاسه لسو کلونو نه راهيسی نوموړی ډلی دولت ته د سل مليونو ژن مين بی يونو په اندازه ماليات ادا کړی او ټولنی ته يی د شل مليونو ژن مين بی يونو په ارزښت پيسی او مالونه ورکړی دی .