<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-03 20:40:02    
هنري الفريد کسينجر

cri

د امريکې پخواني خارجه وزير هنري الفريد کسينجر د سړې جګړې په موده کې يو وتلی او ممتاز ديپلومات و ، هغه د ١٩٢٣ کال د مې په ٢٧ نيټه د المان په يوه يهودي کورنۍ کې زيږيدلی دی ، په ١٩٣٨ کال کې د کسينجر کورنۍ د المان د فاشيستانو د ظلم او ځپنې څخه د بچولو دپاره له المان څخه انګلستان ته منتقله شوه ٠ ورپسي د کسينجر کورنۍ امريکې ته انتقال وکړ او امريکايي تابعيت يې ترلاسه کړ، په ١٩٤٣ کال کې کسينجر په عسکري خدمت کې شامل شو او په ١٩٤٦ کال کې له پوځ څخه ووت او په ١٩٤٧ کال کې د هارورد په پوهنتون کې شامل شو ، د پنځو کالو نه وروسته کسينجر د ماستيري علمي درجه ﻻسته راوړې او په ١٩٥٤ کال کې يې د هارورد په پوهنتون کې د ډاکتري علمي درجه ترلاسه کړې ده او په دې پوهنتون کې يې د استاد په توګه کارکاوه ، په ١٩٦٢ کال کې کسينجر د هارورد پوهنتون د بينالمللي موضوعاتو د څيړونکي مرکز د مسؤل په توګه دنده په غاړه اخيستله ، د ١٩٦٩ کال نه تر ١٩٧٤ کال پوري هغه د امريکې په ملي امنيتي چارو کې د جمهوررئيس نکسن د مشاور او د ملي امنيتي کميټې د رئيس په حيث وټاکل شو٠ د ١٩٧٣ کال نه تر ١٩٧٧ کاله پوري هنري کسينجر د امريکې د بهرنيو چارو د وزير په توګه خپله دنده په غاړه درلوده ، کسينجر د خپل ماموريت په موده کې د سياسي موازنې د پاليسي د ترسره کولو دپاره هڅه وکړه او ستر بري يې موندلی دی ٠

د نکسن په دوره کې کسينجر په ډير زيار سره د ديتانت په باب پاليسي عملي کوله ، د ١٩٦٩ کال د فبروري په مياشت کې کسينجر په پټ ډول د شوروي اتځاد سره زيات واره تماسونه ونيول او په پاي کې شوروي اتحاد او امريکه د خبرواترو د ميز تر

څانګه کښيناستل او د ستراتيژيکي ذروي وسلو د محدوديت په باب موافقه ليک لاسليک کړ، ورپسي د ١٩٧٢ کال د مي په مياشت د امريکې جمهوررئيس نکسن شوروي اتحاد ته سفر وکړ ، له دې امله د امريکې او شوروي اتحاد ترمنځ ديتانت تر يوې اندازې پوري رامنځځته شو٠

دغه راز کسينجر د سياسي موازنې په باب پاليسي سره سم نظريه درلوده چې امريکا بايد د چين سره په روغه کې ژوندوکړي ، هغه د فرضت نه په استفادې سره د چين سره څو څو ځله تماسونه ونيول او دده په زيار سره د ١٩٧١ کال د جولاي په مياشت کې هغه په پټ ډول چين ته سفر وکړ او چين ته يې د جمهوررئيس نکسن د سفر دپاره ښه تياري ونيوله ٠د کسينجر نوموړي سفر د امريکې او چين ترمنځ د مناسباتو د عادي کيدو دپاره ډير مهم رول لوبولی دی ٠ د ١٩٧٢ کال د فبروري په مياشت کې د امريکې جمهوررئيس نکسن چين ته سفر وکړ او ددې سفر له امله د چين او امريکې ترمنځ روابطو د عادي کيدو پر لورې چټک قدم واخيست ٠

د امريکې او شوروي اتحاد د ، د امريکې او چين ترمنځ ديتانت د رامنځته کيدو نه وروسته کسينجر د امريکې او ويتنام ترمنځ د جګوې د پاي ته رسولو دپاره کوشش وکړ ٠ د شلمې پيړۍ په شپږمه لسيزه کې د امريکې او ويتنا ترمنځ جګړه د امريکې په نسبت يو دروند بار و ٠ د جمهوررئيس نکسن په امر کسينجر ددې مسئلې دحلولو دپاره په خپل زيار پيل وکړ ٠دده د کوششونو په اثر بالاخره د ١٩٧٣ کال د جنوري په مياشت کې د امريکې او ويتنام ترمنځ د اوربند موافقه ليک يعني د پاريس موافقه ليک لاسليک شو ، امريکايي پوځونه په همدې کال کې له ويتنام څخه ووتل ٠ کسينجر ددې بري له امله د همدې کال د نوبل سوله ايزه جايزه ترلاسه

کړه ٠ له دې څخه دا څرګنده شوې چې بينالمللي ټولنې د کسينجر ديپلوماتيکي برياليتوبونه وپيژندل او ورته يې لوړه قدرداني وکړه ٠

د ١٩٧٣ کال د اکتوبر په مياشت کې د منځني ختيځ څلورمه جګړه پيل شوه ، دا د کسينجر د ديپلوماتيکي استعداد د ښکاره کولو دپاره فرصت برابرکړ ، د ١٨ مياشتو د هڅو او کوششونو نه وروسته د ١٩٧٤ کال د مې په مياشت کې د سوريې او اسرائيلو د پوځونو ترمنځ د تماس د جلاکيدو موافقه لاسليکه شوه ، ورپسي د ١٩٧٥ کال د سپتمبر په مياشت کې مصر او اسرائيلو همداشان موافقه نامه لاسليکه کړه ٠

کسينجر د خپل ماموريت په اته کلنه دوره کې پخپله وتلي او غوره ديپلوماتيکي استعداد سره په بينالمللي صحنه کې زيات لوي برياليتوبونه ترلاسه کړل ، د کسينجر لخوا جوړ شوي ستراتيژيکي چوکاټ او دده ديپلوماتيکي عمل په ژوره توګه د اوسني عصر د بينالمللي مناسباتو جوړښت بدل کړی دی ، ويل کيږي چې هنري کسينجر د سړې جګړې لومړني ختمونکی و ٠