<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-04 17:22:21    
په چين کي د کوچنيو مجرمينو لپاره ٢٤٢٠ محکمې جوړې شويدي

cri
اوس په چين کي د کوچنيو مجرمينو لپاره ٢٤٢٠ محکمې جوړې شوي او تقريبأ ٧٢٠٠ تنه قاضيان پکي کار کوي ، نو په دي ډول په چين کي د نابالغو کسانو ټولې جنايي قضيي د کوچنيو مجرمينو لپاره په محکمو کي حل کيږي ٠
په ١٩٨٤ کال کي ، په چين کي د کوچنيو مجرمينو لپاره لومړي محکمه د شانګهاي ښار د چانګ نينګ په سيمه کي جوړه شوه او له هغه وخت نه تر اوسه پوري په شلو کالو کي ، په چين کي د کوچنيو مجرمينو لپاره محکمو زيات پرمختګ کړيدی ٠ د کوچنيو مجرمينو لپاره په محکمو کي د پوره حوصلې اودقيقې روزنې او اصلاح د کارونو له لارې ، اکثره نابالغ مجرمين د خپلو جرمونو څخه پشيماني څرګندوي ، خپل محکوميت مني او له بندي خانو څخه د وتلو نه وروسته په عادي توګه زده کړې او ژوند ته دوام ور کولي شي ٠ په ٢٠٠٣ کال کي په چين کي د نابالغو کسانو د بيا جرم کولو ميزان يوازي په سلو کي يو اعشاريه ٤١ و ٠
په چين کي د کوچنيو مجرمينو لپاره محکمې د نابالغو کسانو د عدليي موضوعاتو په باب د څيړنې کار هم په غاړه لري ٠ دوي له يوې خوا د زلميانو او کوچنيانو د جرم کولو د حالت په باب او د نابالغو کسانو د جنايي قضيو سره د مناسبو قوانينو د موضوع په باب په پلټنې او تيوريکي څيړنې لاس پوري کوي او له بلې خوا قاضيان هم په فعاله توګه په خارجي هيوادونو کي د زلميانو او کوچنيانو د
جرم کولو د وقايي په باب د تجربو او ثمرونو ، په تيره بيا د کوچنيانو لپاره ددوي د عدليي نظامونو په څيړنې لاس پوري کوي ٠
په ١٩٩١ کال کي ، چين د نابالغو کسانو د ساتنې په باب قانون او په ١٩٩٩ کال کي يي بيا د نابالغو کسانو د جرم کولو د وقايي په باب قانون صادر کړ چه له دي امله د کوچنيو مجرمينو لپاره د محکموجوړيدو ښکاره قانوني اساس درلودلی دی ٠