<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-04 18:12:52    
مور په کومو برخو کي په اولاد باندي تاثيرات کوي

cri
مور او اولاد په نړۍ کي تر ټولو اساسي ، طبيعي او يو عادي ډول ترکيب دی ٠ مور اولاد زيږوي او هغه روزي ، له همدي امله اولاد تر زياتې اندازي پوري د مور تاثيرات خپلوي ٠
لومړي ، له بدني پلوه ٠ د حيات د شروع کيدو څخه مور له جنين سره نه جلا کيدونکي اړيکي تاسيسوي او د مور بدن او شيدې جنين او نوي زيږيدلي ماشوم ته د تغذيه ور کولو لپاره يوازني او ښه سرچينه ده ٠ که د حامله ګۍ او رضاعت په موده کي د مور صحت ښه نه وي ، نو ماشوم به په سو تغذيه اخته شي او بدني وده به يي تر ناوړه تاثير لاندي راشي ، نو ځکه د مور صحي حالت د انسان په ابتدايي ودې باندي مستقيمه اغيزه لري ٠ علاوه پر دی ، د جنين وده هم د مور له روحيي سره مستقيمې اړيکي لري ، نو ځکه د حامله ګی او رضاعت په موده کي د مور د ښه صحت او احساساتو خيال ساتل د جنين د لومړي روزنې په بنسټ او مخکني شرط ګڼل کيږي ٠
دوهم ، له روحاني پلوه ٠ د ماشوم وده ، په تيره بيا دده روحاني پرمختګ په کورني تعليم پوري زياته اړه لري ٠ په دی موده کي اولاد د مور له پالنې څخه نه جلا کيږي او هم په اسانه توګه د مور تاثير او تعليم خپلوي ٠ د مور روحاني فطرت او خصلت د اولاد د فکر او خصلت په انکشاف او د روحيي په بدلون باندي طبعأ
مستقيمه او غير مستقيمه اغيزه لري ٠ له پلټنو څخه څرګنده شوي چه که د مور روحاني خصلت او خوي ښه وی ، نو اولاد به په صميمي، صريحه او ښه رويه له نورو خلکو سره ګوزاره او تګ راتګ وکړي ٠ علاوه پر دی ، د مور شوق او ذوق هم په اولاد باندي تاثير لري ٠
دريم ، له کلتوري پلوه ٠ کلتوري خصلت د انسان د معلوماتي سويي معني ور کوي او د عقلي تعليم په جريان کي منعکس کيږي ٠ په کورني کي د اولاد په عقلي فعاليت باندي د مور د کلتوري سويي تاثير د پلار له تاثير نه زيات دی ٠ په ننني نړۍ کي زيات هيوادونه د کوچنيو ماشومانو عقلي دوې ته اهميت ور کوي او کورني تعليم د عقلي روزني لومړي مرحله ده ٠ په دی برخه کي د مور نقش لا زيات ښکاري ، ځکه په ساده ژبه بايد ووايو چه په اولاد باندي د مور د کلتوري سجيي تاثير نه يوازي د اولاد په درسي لارښوونه ، بلکي په عمده توګه د اولاد د درسي طريقو او رويي په لارښوونه او مرسته کولو او د اولاد لپاره د زده کړی د ښې فضا په جوړولو کي څرګنديزي ٠
څلورم ،له اخلاقي پلوه ٠
انسان له زيږيدو نه ټولنې ته تر داخليدو پوري دوه ثلثه وخت په کورني کي تيروي ٠ د کوچنيتوب په وخت کي د انسان فکر ډير ساده او اعمال او عادات يي هم ثابت نه دی ٠ دغه راز هغه نه يوازي د ژوند بلکي په روحي لحاظه هم د مور له پاملرني څخه نه جلا کيږي ، نو د مور عمل او اخلاق په اسانۍ سره د اولاد په روح کي ژوره ټاپه وهي ، په تدريجي توګه اولاد د مور د عمل او اخلاقو په رڼا کي د حقيقت او دروغ ، ښوالي او بدوالي ، سم او ناسم په تشخيصولو پسي کوشش کوي او همدا د مور خوي او اخلاق دده د راتلونکي فکر او صفت فيصله کوي ٠ لکه څنګه چه يوه نامتو تعليم پوه ويلي چه د اولاد د اخلاقو د انکشاف سرچينه د مور له عقل او احساساتو څخه راوځي او د مور اخلاق د اولاد د اخلاقي انکشاف فيصله کوي ٠