و چين خوراکونه په نړۍ کې ډير شهورت لري چه نه يوازي لرغونی تاريخ لري ، بلکه د رنګ ، بوي او مزي په برخه کې خپل خصوصيتونه لري ٠ نن ورځ اعلبأ د نړۍ په هر ځاي کې چيني راستورنونه پيدا کيږي ٠ له دي څخه څرګنديږي چه د نړۍ د زيات شمير خلکو د چين د خوراکونو خوښيږي ٠ ټولو ته معلومه ده چه سوربانجن د انسان د روغتيا له پاره ډير ګټور سبزي دي ، ځکه په سوربانجن کې ډير ويتامين سي موجود دي چه د لوړ فشار او د رګ د کلکوالي د مخنيوي له پاره موثر رول لري ٠ په چين کې د سوربانجن له خوا جوړ شوي خوراکونه بيل بيل دي ٠ لکه د سوربانجن هګۍ يا د ټماتر هګۍ په نامه خوراک نژدي په هره کورني کې پخيداي شي ٠ ځکه دغه ډول خوارک نه يوازي خوندور بلکه جوړونه يي هم ډيره ساده ده ٠ د دغه خوراک د جوړولو له پاره دري يا څلور هګۍ، دري يا څلور سوربانجن يا ټماتر ، لږ څه مالګه او بوره په کار دي ٠ د دغه خوراک د جوړونې کار په دي ډول شروع شي ، هګۍ په کاسه کې ور ماتي کړۍ او ويي لړۍ،ټماتر په پره پري کړۍ ، لومړي ديګ د اور د پاسه پريږدي ، لږ څه غوړي واچوي ، غوړي چه سري شي ، هګۍ پکې ولړۍ، هګۍ چه ژړې او پخې شي ، په کاسه کې واچوۍ٠ وروسته په ديګ کې نور لږ لږ غوړي واچوۍ، کله چه غوړي سري شي ، سوبانجن پکې لړۍ ، خو ډير نرم و نه کړۍ، ددي له پاره يوازي يو يا دوه دقيقه په کار دي ٠ په دي وخت کې سري شوي هګۍ، برابره اندازه مالګه او بوره په ديګ کې ورسره يو ځاي لړۍ٠ په دي ډول خوارک تيار شو ٠ دغه ډول خوراک خوږ او لږ څه تيريو ، ډير مزه دار دي او رنګ يي هم ډير ښکلي ښکاري ، نو ډير اشتها راوړنکي وي ، همداشان له دي امله چه په سوربانجن او هګۍ کې په جلا توګه ويتنامين سي او البومين موجود دي ، نو ځکه دغه خوراک يوډول غذايي خوراک هم دي ٠