<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-05 17:26:09    
د شمال ختيځ چين د يوه بزګر کورني

cri

٢٠٠٤ کال تازه تير شو ، په دي کال کې د چين د اقتصاد ، ټولنې او په نورو بيلا بيلو برخو کې ټول ستر پرمختيا تر لاسه شوي ده او په دي بهير کې د چينايانو ژوند هم ډير ښه شوي دي ٠ د نوي کال د رارسيدو نه د مخه او د زوړ کال په پاي کې د چين په پراخو کليو کې د خلکو ژوند له ډيره توده فضا څخه ډک ښکاري ٠ ځکه د مني په فصل کې ښه حاصلات لاس ته راغلي او نوي کال به راورسيږي ٠ نو هر کال په دي وخت کې بزکران د نوي کال د راتګ د نمانځني له پاره ښه تياري بوخت دي ٠ د بزګر يوي ليان جيان کور د شمال ختيځ چين د جي لين ولايت د نونګ ان په ولسوالي کې دي ٠ دغه ولسوالي په چين کې د غلودانو توليدونکي لوي ولسوالي دي ٠ په دي وروستيو وخونو کې زمونږ خبريال د بزګر يوي ليان جيان کور ته لاړ ٠ يوي ليان جيان يو نژدي اتيا کلن سپين ږيري دي خو طبيعت او صحت يي ډير ښه دي ٠ د سهار وختي د يوي ليان جيان په کور کې دده ميرمن لين له خپلو درو نګور سره يو ځاي د ډوډۍ په پخولو پيل کوي ٠ که څه هم يوه لور يي واده کړې او دري زامن يي هم په ځانګړي توګه جلا جلا ژوند کوي ، خو دکليوالو رواجونو او دودونو سره سم د کمري نوي کال د رارسيدو نه د مخه د نوي کال د نمانځني او د تياري کولو له پاره د پلار او مور کور ته راځي او له پلار او مور سره دژوند تياري کارونه کوي ٠ دغه عادت په شمال ختيځ چين کې د سلو کالو له پاره راپاتي شوي دي ٠ خصوصأ د کال په پاي کې په کليو کې هر کور حتمأ د خپلوانانو او دوستانو له پاره ميلمستيا جوړه کړي او له دې لارې د نوي کال هرکلي وکړي ٠ سپين ږيري يوي ليان جيان وويل چه ٢٠٠٤ کال د جوار ښه حاصلات ترلاسه شوي دي او کيفيت يي هم ډير ښه دي ، نو ډيرو خپلوانو ته بلنه ورکړي او له دغې خوشحالۍ څخه برخوردار دي ٠ هغه وويل چه زما په کور کې يوه هکتاره ځمکه شته او پکې ټول جوار کرل شوي او حاصلات يي څه د پاسه اتلس زرو کيلو ګرامو ته رسيدلي دي ٠ که د هر کيلو قيمت صفر اعشاريه اته يوانه وي ، د نوموړي خوار د خرڅلاو نه وروسته به جملتأ پنځلس زره ژن مين بي يوانه پيسي ترلاسه کيداي شي ٠ د بزګرانو له پاره د غلودانو د خرڅولو له لارې د خپلو عايداتو زياتول تر ټولو نه د توجه وړ مسْئله ګڼل کيږي ٠ له ٢٠٠٣ کال نه راهيسي په چين کې د غلودانو نرخونه جګ شوي دي چه بزګرانو ته يي ګټې رسولي دي ٠ د ٢٠٠٤ کال په مخکنيو نهو مياشتو کې د چين د بزګرانو منځني عايدات د٢٠٠٣ کال د همدې مودې په نسبت په سلو کې لس زيات شوي دي ٠ بزګر يوي ليان جيان د چين د حکومت د هغو پاليسۍ په نسبت ډير رضايت څرګند کړي دي چه په پنځو کالو کې به د د کرنې ټول محصلات او په عين وخت کې بي له تنباکو نه د نورو خاصو زراعتي توليداتو محصولات ټول لغوه شي ٠ په دي هکله يوي ليان جيان په ډيره خوشحالۍ سره وويل چه دغه پالسيۍ ډير ه ښه ده نو ټول واړه يا زاړه که يوازي بزګران دي ، ټول دي ته افرين وايي ٠ ځکه د نوموړي پاليسۍ سره سم د غلودانو توليدول بزګرانو ته ډيرې ګټې رسولي شي ٠ په ٢٠٠٤ کال کې د يوي ليان جيان کور د ټولو کورني غړو هر يو په سر منځني عايدات نژدي پنځو زرو ته رسيدلي دي ٠ د يوي ليان جيان ميرمن سپين سري لين سيو جوان وويل چه اوس په کليو کې د بزګرانو ژوند ډير ښه شوي او د هر تن په سر کلني عايدات يي څه د پاسه څلور زرو ژن مين بي يوانو ته رسيدلي دي هر کال د نوي کور د جوړيدو حالت ليدل کيږي او زمونږ په کلي کې په سولو کې اتيا کورونو کې تلفون او تلويزيون شته ٠ يوي ليان جيان د چين يو عادي بزګر دي ٠ د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ په رڼا کې د چين ا اقتصاد په چټکې پرمختيا سره د چين د ګڼ شمير بزګرانو د ژوندانه سويه ډيره اوچته شوې ده ٠ يقين دي په نوي کال کې به د دوي ژوند لا زياته نيکمرغه شي ٠