<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-05 18:00:47    
په چين کښی د لوړ استعداد يا نابغه ماشومان تعليم دنړی مخکنی قطار ته داخل شوی دی .

cri

د مربوطی څانګی د خبر له مخی په چين کښی دلوړ استعداد يا نابغه ماشومانو تعليمی عمل او څيړنه دنړی مترقی قطار ته داخله شوی او په پوهنتونونو ، منځنيو او ابتدايی ښونځيو کښی دمافوق عاقلو ماشومانو دهر اړخيزی او سيستماتيکی روزنی دپاره تعليمی سيستم را منځ ته شوی او د ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه شوی دی .

د ١٩٧٨ نه راهيسی دچين ١٣ پوهنتونونو ، ٢٠ منځنيو ښوونځيو او ځينو ابتدايی مکتبونو په وار سره د لوړ استعداد يا نابغه ماشومانو دروزلو په څيړنی لاس پوری کړل ، دوی اول په زياتو ساحو کښی د پلان له مخی زيات شمير بااستعداده موشومان انتخاب کړل او بيا يی دوی ته متمرکزه ، سيستماتيکه او جدی خاصه روزنه او ښوونه ورکړه .د چين دساينس او تکنالوژۍ پوهنتون چه د ان خوی ولايت په مرکز خه فی ښار کښی پروت دی ، تر ټولو نه يی لومړۍ په دی ازموينی لاس پوری کړی دی .

٢٤ کاله دمخه دچين دعلمی اکاډمۍ په منظورۍ ٢١ تنه د لوړ استعداد يا نابغه ماشومان چه عمريی له ١٥ کالو نه کم و ، د جدی ازموينی له لاری دچين د ساينس او تکنالوژۍ په پوهنتون پوری د ماشومانو د صنف دلومړی دوری زده کوونکی وګرځيدل . نن ورځ دماشومانو د صنف له څه د پاسه ٧ سوو تنو فارغانو څخه په سلو

کښی له اتياو څخه زياته برخه د ازموينی له لاری دداخلی او خارجی پوهنتونونو او څيړونکو ارګانونو کښی د دوکتورا د تر لاسه کولو وړ ګرځيدلی او څه د پاسه سلو تنو يی دداکترۍ دپلوم حاصل کړی دی چه دغه تناست د معمولی پوهنتونونو له فارغانو نه ډيرلوړ دی .

دساينس او تکنالوجی په پوهنتون کښی دماشومانو صنف هم دعمر له لحاظه دچين تر ټولو نه کوچنی ١١کلن ليسانس ، تر ټولو نه کوچنی ١٥ کلن ماستر او تر ټولو نه ځوان ٢٣ کلن ډاکتر، تر ټولو نه ځوان ٢٦ کلن پوهنمل او تر ټولو نه ځوان ٣٠ کلن پروفيسر روزلی دی .دما شومانو د صنف غوره فارغان اوس د هوياد په دننه او دباندی کښی په علمی څيړنی او اقتصادی ساحه کښی خپل لياقتونه او مهارتونه ښيی او وتلی برياليتوبونه يی په نړۍ کښی د ليدو وړ دی . د څيړنی له مخی د لوړ استعداد يا نابغه ماشومانو ته خاصه روزنه او ښوونه ورکول دتعليمی قانون سره سمون خوری ، نو دنړۍ مختلف هيوادونه ور ته په ډيره درنه سترګه ګوری . خو حتی د نړۍ په چوکاټ کښی د لوړ استعداد يا نابغه ماشومانو د تعليم د عمومی سويی له پلوه دچين د ساينس او تکنالوژۍ پوهنتون د ماشومانو صنف په مخکنی قطار کښی ولاړدی .

دچين د ساينس او تکنالوژۍ د پوهنتون پروفيسر چين ای دی ته اشاره وکړه چه د ساينس او تکنالوژۍ پوهنتون د ماشومانو صنف دلوړ استعداد يا نابغه ماشومانو دروحی او فيزيولوژيکی خصوصيتونو سره سم يوه هغه لاره پيدا کړی چه د څو استعداد لرونکو ماشومانو د روزلو په باب ښوونه دماشومانو د مشخصو حالاتو له مخی ور ته د بيلا بيلو تعليماتو د ور کولو سره تړلی دی او د تخصص

ښوونه او روزنه دماشومانو دودی دهر اړخيز لوړوالی په غرض له تعليم سره هماهنګ انکشاف کوی او په تعليماتو کښی د ماشومانو په پراخو او قوی اساسی روزنه باندی تاکيد کوی . نوی زده کوونکی پوهنتون ته د داخليدو نه وروسته په لومړنيو دوو يا درو کالو کښی په متمرکز ډول اساسی معلومات زده کوی .تر څو چه په هر اړخيز ډول درياض ، فيزيک ،کميا،کمپيو تر ، عصری ازمايښتی مهارتونو او خارجی ژبو بنسټ کيږدی . دغه رازد ماشومانو صنف عادی رسمونه يا دزده کړی تګ لاره هم ماتوی او زده کوونکو ته اجازه ور کوی چه په خپلو درسونو کښی په ټوپ وهلو سره لوړ ټولګی ته داخل شی او له ټاکلی ساحی نه بهر نور درسونه هم انتخاب کړی ، دغه راز دوی ته اجازه هم ورکوی چه له ټاکلی وخت نه دمخه دعلمی څيړنی په کارونو کښی برخه واخلی ، له پوهنتون نه فارغ شی او د فوق ليسانس

د پلوم داخيستلو په غرض امتحان ورکړی .

په چين کښی د لوړ استعداد لرونکو کسانو د تعليم په باب متخصيصانو د څو سوو تنو دلوړ استعداد يا نابغه ماشومانو د څه د پاسه شل کلنو تعقيبونکی پلټنو ته وروسته د لوړ استعداد لرونکو ماشومانو بيلګی روحی خصوصيات او د ودی عمده عوامل را ټول کړی او د لوړ استعداد لرونکو ماشومانو د تصديقولو يو مکمل معيارونه يی څيړلی دی څو چه دعقل ، درسی توان ، خاص لياقت ، د فردی خصلت دخصوصياتو او د بدنی ودی دحالت په برخو کښی د لوړی پوهی لرونکوماشومانو علمی ارزيابی عملی کړی .