د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی : د افغانستان د ملی دفاع وزارت د جنوری په پنځمه نيټه څرګنده کړه چی افغانستان به د سختو سمندری څپو په اثر مصيبت ځپلو هيوادونو هند او سريلانکا ته دوولس تنه ډاکتران وروليږی او د دارودرملو په شمول مرستندوی مالونه برابر کړي ٠
د افغانستان د ملی دفاغ وزارت نطاق ظاهر محمد عظيمی په همدی ورځ وويل : سره له دې چی افغانستان خپلی ستونزی لری ، بلکی افغانستان د نړيوالی کورنۍ يو غړی دی ، د افغانستان خلکو د زلزلې او سمندری څپو په اثر د مربوطو مصيبت ځپلو هيوادونو ته د رسول شويو سترو تاوانونو څخه همدردی څرګنده کړه ٠ هغه زياته کړه چی د افغانستان حکومت د امريکی پوځ له لاری دوولس تنه ډاکتران وروليږل او د پنځو زرو تنو مصيبت ځپلو خلکو سره دمرستی لپاره ئی د دارودرملو په شمول مرستندوی مالونه ئی نقل کړيدی ٠
په همدی ورځ د افغانستان د يوې مرستندوی موسسی لخوا د کابل په کوڅه کی د وينی ورکولو فعاليت تر سره شو ٠ او دغه فعاليت به څو ورځی وروسته د افغانستان په نورو سيمو کی هم اجرا شی ٠