د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د جنوری په شپږمه نيټه د پاکستان د صوبه سرحد ګورنر افتيخار حسين شاه دا څرګنده کړه چی تروريستی عناصر په قومی سيمو کی د بيا راټولولو دپاره هڅه کوی.
هغه وويل چی په تېرو دوو يا درو مياشتو کی د پاکستان قواوو په قومی سيمو کی په تېره بيا د محسود په قومی سيمه کی د تروريستانو د پناه او روزنې کمپونه له منځه وړلی دی. له دې امله ځينی تروريستی عناصر افغانستان ته بيرته راغلی او يو شمېر يی د بلوچستان ولايت ته تښتېدلی دی. اوس يو شمېر تروريستی عناصر د جنوبی وازيريستان په سيمه کی د بيا راټولولو دپاره هڅه کوی.
هغه زياته کړه چی د طالبانو د قدرت د تر پښو لاندی کېدو نه وروسته څه نا څه ٦٠٠ تنه خارجی تروريستی عناصر له افغانستان څخه د پاکستان قومی سيمو ته تښتېدلی دي.