وانګ—ګرانو اوريدونکو ، ځينو اوريدونکو په خپلو ليکونو کی د چين د ملی بيرغ سره علاقه ښودلی ده ٠ دوی غواړی چه په دی برخه کی څه معلومات تر لاسه کړی . نو په دی مناسبت به زه د چين د ملی بيرغ په باب څه
معلومات وړاندی کړم ٠
په ١٩٤٩کال کی د چين کمونست ګوند د نوی چين د جوړولو په بيګا په بيجينګ کښی يوه غونډه جوړه کړه چه د هيواد د مختلفو حلقو بيلا بيلو ديموکراتيکو ګوندونو او مشهورو شحصيتونو د بلنی په اثر پکښی ګډون وکړ ٠ په دی کنفرانس کښی دوی دا فيصله وکړه چی په ټولو هيواد کی د چين د ولسي جمهوريت د ملی بيرغ ، نيشان او ملی سرود په باب لايحه وټولوی ٠ وروسته د هيواد له بيلا بيلو ځايونو څخه د ملی بيرغ دوه زره نهه سوه اتيا لايحی راټولی شوی چه د دوامدارو بحثونو نه وروسته اته ديرش لايحی يی وساتلی شوی ٠ د ١٩٤٩کال د سپتمبر په ٢٥مه نيټه په سياسی او قانونی مشورتی کنفرانس کی رئيس ماو ځه دونګ له نورو اکثرو شخصيتونو د نظريو د اوريدو نه وروسته هغه نقشه چه د سره بيرغ په پاسنی کيڼ کونج کښی ٥ ژير ستوری دی په لاسه کی ونيوله او وويل چی دا نقشه د چين د کمونست ګوند تر مشری لاندی د بزګرانو او کارګرانو د اتحإد په بنسټ د هيواد د ټولو خلکو د کلک يووالی ښه نمايندګی کوی ٠ نو دا لايحه چی د ښاغلی ځن ليان سون له خوا طرح شوی د چين د ملی بيرغ په حيث وټاکله شوه . ددی سره بيرغ په پاسنی کين کونج کښی يو لوي ستوری ځليږی چه د چين د کمونست ګوند نمايندګی کوی او نور څلور کوچنی ستوری چه د لويی
ستوری په شاو خوا کښی تربيت شوی دی په جلا جلا توګه د هيواد د بيلو
بيلو حلقو د خلکو نمايندګی کوی اوس هر سهار د چين د مرکز بيجنګ د تيان من په ميدان کښی د ملی بيرغ د اوچتولو مراسم اجراکيږی او زيات شمير خلک ددی مراسمو د کتلو دپاره ورځی او ور ته احترام څرګندوی ٠
---------- موزيک ----------