<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-07 18:33:00    
دچين په کليو کښی قابله ګانی له تاريخی صحنی څخه وتلی دی .

cri

کليوالی ښځه مو می چينګ چه شپږڅلويښت کلنه ده ،پخوا دمحلی ځای مشهوره قابله وه ، خو په دی وروستيو وختونو کی هغه له کليوالی روغتون سره دسيالی په ترڅ کښی ناکامه شوی او بی کاره شوی ده، مونګ می چينګ د جنوب لويديځ چين دګوانګ سی د جوانګ قوم د خودمختاری سميی د پينګ ګوه ولسوالی په يو کلی کښی اوسيږی . له وروستيو لسو کالو راهيسی ددی کلی په شا و خوا څو کليو کښی ټول نوی زيږيدلی ماشومان د هغی په لاس دنيا ته راوستل شوی دی . په هغه وخت کښی قابله ګانی پر کليوالو باندی ډيره ګرانی وی ، هر کله چه هغی قابله ګر کوله ، نه يوازی دماشوم زيږونکی ښځی په کور کښی يی خوندوار خوراکونه خوړلی شول ، دغوښو او پيسو په شمول مزد يی ترلاسه کړای شول ، بلکه د ماشوم ټولی کورنۍ هم ورڅخه شکريه وويله .

دی کليوالی ښځی چه دمنځنی ښوونځی له لومړی مرحلی څخه هم نه وه فارغ شوی وويل چه په هغه وخت کښی کليوالو يوازی پر ما باندی اطمينان درلود ، خو په دی وروستيو دوو کالو کښی زه بيکاره شوی يمه

له لرغونی زمانی راهيسی د چين په ښارونو او کليوکښی دزيږيدنی په باب دوروسته پاتی نظر او د طبی او صحی زمينی د محدوديت له امله اکثرو اميدوارو ښځو په خپلو کورونو کښی ماشومان وزيږول او تجربه دارو ښځو ته يی بلنه ورکوله چه قابله ګی وکړی . نو دغی ښځی ګام په ګام مسلکی قابله ګانی وګرځيدلی . دنوی چين د تاسيس نه وروسته د طبی زمينی د پر له پسی ښه کيدو او دروغتيا په باب دايډيالوجۍ دخپريدو په اثر قابله ګانی ورو ورو په ښارونو کښی د قابله ګۍ له صحنی څخه وتلی دی ، خو په زياتو کليو کښی اميدوارو ښځو دماشوم زيږولو په وخت کښی لا هم د قابلی مرستی اړتيا درلودله .

ښاغلی جانګ پينګ چه داوږدی مودی دپاره دعامه روغتيا په چارو بوخت دی ، دا توضيحات ورکړل چه پخوا د کليوالو په نظر دخپل کور په بهر کښی د بچی زيږيدل بختور نه دی او اوس د دی ايډيالوجۍ بقايا لا هم پاتی ده ، په عين وخت کښی دکليوالی روغتونونو طبی تخنيکونه او تجهيزات کم دی او په کليو کښی ترافيکی زمينه هم ښه نه ده ، نو په دی اثر کليوالی اميدوارو ښځو مجبورا په خپلو کورونو کښی دقابلی په مرسته بچی وزيږاوه .

اکثرو قابله ګانو مسلکی روزنه نه وه موندلی او يوازی د خپلو تجربو په اتکا يی قابله ګی کوله ، نو ځکه په کليو کښی کله کله دقابله ګانو دغلطی په اثر اميدواری او ولادی ښځی مړی شوی چه دا پخوا په چين کښی د اميدوارو او ولادی ښځو دمرګ دميزان دلوړوالی يو علت هم و .دچين دروغتيا دوزارت مامور قو وی وويل چه په داسی حال کښی دصحت او ژوند په باب د ګڼ شمير ښځو اوماشومانو حقوق او ګټی ونه شوی تامينيدای .

په ١٩٩٢ کال کښی چين د ښځو د حقوقو او ګټو په باب لومړی بنيادی قانون يعنی دښځو د حقوقو او د ګټو د تامينولو په باب قانون صادر کړی او ددی قانون له مخی يی د ميندو او ماشومانو د روغتيا د ساتلو په باب قانون جوړ کړی دی چه په دی اثر دښځو او ماشومانو د اساسی حقوقو او ګټو دتامينيدو دپاره قانونی ضمانت برابر شوی دی . له څو کالو راهيسی دميندو او ماشومانو دامنيت د ساتلو دپاره دچين حکومت هر کال دخاصو پيسو په تخصيص سره ګام په ګام دميندو او ماشومانو دحمايی مرکزونه او د علاقه داريو روغتونونه جوړ او بشيړ کړی دی . اوس دميندو او ماشومانو د روغتيا دساتلو سيستم نژدی دچين په ټولو علاقه داريو او ښارګوټو کښی جوړ شوی او د بيلا بيلو علاقه داريو او ښارګوټو په رغتونونو کښی

د قابله ګۍ تجيهيزات نصب شوی او خاصی پرستاری هم برابری شوی دی .

په عين وخت کښی د چين دعامه روغتيا څانګی ، د ښځو اتحاديی او ښوونځی اميدوارو ښځو دپاره دارامی ولادت په باب ليکچرونه او سيمنارونه جوړوی او د ولسونو دپاره دمنلو وړ شکلونو سره اميدوارو ښځو ته د صحت او روغتيا په باب پوهنی تبليغوی او دوی راسمبالوی چه په رغتون کښی بچی وزيږوی .

دګوی جو ولايت د خيو جای علاقه دارۍ په کليو کښی زياتی داسی تبليغاتی لوحی ليدل کيږی او ور باندی ليکل شوی چه په روغتون کښی دبچی زيږول دميندو او ماشومانو د امنيت تضمين دی او ډاکتران د ميندو او ماشومانو ارامی تامينولای شی . اوس ددی علاقه دارۍ ډاکتران په منظمه توګه داميدوارو ښځو کورونو ته ځی او ددوی دپاره دصحت معاينه کوی .ټولی اميدواری ښځی هم ارزو لری چه په روغتون کښی د ډاکتر په مرسته په ارامۍ سره بچی وزيږوی .

د خيو جای علاقه دارۍ د روغتون رئيس مونګ شو له وويل چه په روغتون کښی دماشوم زيږولو دپاره زيات لګښت په کار نه دی ، د څو کالو راهيسی دبزګرو عايدات زيات شوی ، نو دغه لګښت ددوی دپاره دروند بار نه ګڼل کيږی .

څرنګه چه اميدواری ښځی په روغتون کښی بچی زيږوی ، نو د اميدوارو او ولادی ښځو دمړينی ميزان ډير ټيټ شوی او په نتيجه کښی دچينی خلکو منځنی عمر هم لوړشوی دی .اوس چين دنړی دهغو هيوادونو په صف کښی شامل شوی دی کوم چه دخلکو منځنی عمر يی ډير اوږد دی .