<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-07 18:56:10    
په چين کښی د ښارونو د ماشومانو روغتيايی حالت د نړيوال روغتيايی سازمان لخوا ټاکل شوی معيار ته نژدی دی

cri

د چين په لسو ښارونو کښی د هغو ماشومانو د روغتيايی حالتو د تحقيقاتو نتيجه د جنورۍ په اوومه نيټه اعلان شوه کوم چه عمر يی له صفر کلن نه تر شپږو کلونو پوری دی ٠ له دې نتيجې څخه څرګنديږی چه په چين کښی د ښارونو د ماشومانو روغتيايی حالت د نړيوال روغتيايی سازمان لخوا ټاکل شوی معيار ته نژدی دی ، خو په ځينو ماشومانو کښی د ناوړه  تغذيې يا اضافی تغذيې پرابلمونه هم موجود دی ٠ مربوطو هغو شخصيتونو چه په نوموړو تحقيقاتو کښی يی برخه واخيسته ، دا پيشنهاد وړاندی کړ چه په چين کښی د ماشومانو د تغذيې د ساتلو او تنظيمولو کارونه بايد د حکومت د مربوطې پاليسۍ په رڼا کښی د بازاری رلارښوونې او عامه تعليماتو له لاری پياوړتيا ومومی ٠

د ښارونو د ماشومانو د روغتيايی حالت په باب د معلوماتو اخيستلو دپاره د چين په دولتی شورا پوری د ښځو او ماشومانو د کارونو د کميټې دفتر او د چين د ماشومانو مرکز د ٢٠٠٣ کال نه تر ٢٠٠٤ کاله پوری په لسوښارونو کښی د صفر تر شپږو کلنو ماشومانو د روغتيايی حالت ګډ تحقيقات وکړل چه دا په چين کښی د ماشومانو د روغتيايی حالت په باب لومړی ځل لوی تحقيقات هم وو٠

د نوموړو تحقيقاتو عمده محتويات په دی ډول دی : د ماشومانو او د دوی د حمايه کوونکو اساسی حالت، اطفالو ته پرته د مور له شيدو څخه د نورو خوراکونو ورکولو په باب حالت ، د ماشومانو د بدنی ودې په باب حالت ، د دوی په بدنونو کښی د مس ، اوسپنې، کليسيوم او جست په شمول د ميکرو عناصرو سويه او داسی نور٠ نوموړی تحقيقات د بيجينګ، شانګهای ، چونګ چينګ ، ګوانګ جو، هاربين، شی جيا جوانګ، جی نان، جن جو، وو هان او سی ان په لسو ښارونو کښی ترسره شول چه دغه ښارونه د چين لوی ښارونه دی او د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کښی پراته دی٠

د چين د ماشومانو د مرکز رئيسې ميرمن جاو شون يی چه د نوموړو تحقيقاتو مسئوله وه ، د تحقيقاتو د نتيجی د اعلانولو په وخت کښی وويل چه د تحقيقاتو له نتيجې څخه څرګنده شوې چه د چين په ښارونو کښی د کم شپږو کلنو ماشومانو د تغذيو او روغتيا عمومی ړصعيت  نسبتأ ښه او د نړيوال روغتيايی سازمان لخوا ټاکل شوی معيار ته نژدی دی٠ خو د دوی د تغذيې حالت توپير لری چه ځينی ماشومان د ناوړه  تغذې او او ځينی يی د اضافی تغذيې په حال کښی دی ٠ له دې جملې څخه په سلو کښی لس اعشاريه شپږ ماشومان د بی تغذيې په ناروغۍ اخته دی او په عين وخت کښی  په سلو کښی د څه نا څه شپږو برخو ماشومانو وزن له معياری وزن څخه اوښتی دی ٠

ميرمن جاو شون يی وويل چه په تحقيقات منونکو اکثرو کورونو کښی عمومأ د پلرنو او ميندو لخوا د ماشومانو د ورځنی ژوند پاملرنه کيږی او کورنی عائدات يی د ماشومانو د تغذيې اړتياوې پوره کولای شی ٠ خو د کورونو د عائداتو سويه د ماشومانو پر روغتيايی حالاتو باندی مستقيمه اغيزه کوی ، څومره چه د کورونو عائدات زيات وی، هغومره د ناوړه  تغذيې او د ودې د ورووالی په ناروغيو د ماشومانو د اخته کيدو ميزان ټيټ وی٠ دغه راز د تحقيقاتو له لاری دا پرابلمونه هم کشف شوی چه په ښارونو کښی د ماشومانو حمايه کوونکی په علمی ميتود ماشومانو ته د تغذيو ورکولو په برخه کښی ښې تجربې نه لری ، ځينو اطفالو ته پرته د مور له شيدو نه د نورو خوراکونو ورکولو وخت ډير وختی يا ډير ناوخته ښکاری او د کليسيوم، اوسپنې او جست په شمول د ميکرو عناصرو د اخيستلو اندازه يی کمه ده ٠

مربوطو متخصصانو دی ته اشاره وکړه چه د ماشومانو د تغذيې ښه والی به د دوی د راتلونکی ژوند پر کيفيت باندی مستقيمه اغيزه واچوی٠ متخصصانو پيشنهاد وړاندی کړ چه حکومت بايد په دی برخه کښی عمومی لارښوونې ته پياوړتيا ورکړی او د ټولنې بيلا بيلې حلقې دی د نوموړو کشف شويو پرابلمونو د حلولو دپاره ګډ کوششونه وکړی تر څو چه د ماشومانو د تغذيې حالت په لا پسی توګه ښه والی ومومی او د دوی روغتيايی سويه لوړه شی٠د چين د ماشومانو د مرکز رئيسې ميرمن جاو شون يی وويل چه مونږ حکومت ته پيشنهاد وړاندی کوو چه بايد ژر تر ژره مربوطې پاليسی او قانونی مقررات جوړ کړی او د ماشومانو د تغذيې او روغتيا تامينولو ته ستر اهميت ورکړی ، د بيوزلو کورونو د ماشومانو د لازمی تغذيې د تامينولو نظام دی جوړ کړی او په منظمه توګه دی د ماشومانو د روغتيايی حالت  پلټنه او معاينه وکړی ٠

متخصصانو دا پيشنهاد هم وړاندی کړ چه په چين کښی دی د دولتی حالت له مخی د ماشومانو دپاره د غنی تغذيه لرونکو خوراکونو توليدی چارو ته پياوړتيا ورکړی شی او د عامه تعليماتو د پياوړې کولو له لاری ماشومانو ته د تغذيې د برابرونې لارښوونه وکړی شی او  د ماشومانو د ښو غذائی دودونو له روزلو سره مرسته وشی ٠