<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-08 18:38:20    
پښتو ادبيات

cri
په دغه موده کی چه دغه د ميرمنو شکوې او ګلې نشريدل ، د پښتون په مجله کی هم د ميرمن الف جانې يو پوخ او قوی معنی دار شعر وليدل شو چه د ښځو په احوال يی د احساس او شعور خاوندان ژړول او د نارينه وسلوک يی له دوی سره ډير ظالمانه او بيرحمانه ښوده . په دې شعر کی د ښځو ډيرې بدبختئ تصوير شوې وې او ډير زيات شکايتونه پکی وو . دا شعر پروسږ کال د اتحاد مشرقی په ٤١ مه ګڼه کی پس له څه اختصاره نشر شو او سږ کال د کابل په مجله کی ټول نشر شو .

په دې کال ١٣٣٦ کی د اصلاح په مهمه روزنامه کی د ښاغلی حساس او دردمند پښتون غلام حسن خان صافی له قلمه ، د ښځو په باب کی يوه داسی موثره مقاله نشر شوه چه ډير ليکونکی يی جلب کړه او څو تنو پوهانو دغه موضوع په مختلفو جرايدو کی تعقيب کړه چه بايد ښاغلی صافی ته د ده د مقالې په دغومره اثر تبريک وويلی شی .

د کابل په ادبی مجله کی هم سږ کال په ډيره اعتناد ښځو موضوع د اقتراح په ډول نشر شوه او د پښتو له مهمو ليکونکو څخه خواهش وشو چه په دې باب کی څه وليکی . نو د کابل مجلې دغې اقتراح چه ډير اهميت يی درلود او پښتانه ليکوال طبعأ له پښتو ټولنې او دکابل مجلې سره مخصوصه علاقه لری د وطن په ليری او نژدې ځايو ، لکه کابل ، قندهار او مشرقی کی ليکوال راجلب کړه ګټورې مقالې پکی وليکل شوې .

دا موهندع چه څو تنو په اتفاق تعقيب کړه او د مملکت ليکونکو پکی تبليغی کوښښ وکړ په محيط کی يی هم تاثيرات وليدل شوه او په محافلو کی يی ذکرونه وشوو ږ

دښځو د نکاح په باب کی چه بايد له شرعی اصولو سره په موافق ډول وی او له بدو رواجونو نه پکی کار وانه خستل شی ، د جلال اباد دمرافعې قاضی مولوی محمد شريف خان ، چه مختلفو ځايونوکی کړی دی او خپله غاړه يی خلاصه کړې ده . يوه ورځ د لغمان په جهارباغ کی ، دوی په دې باب کی ، ډير ښه امر معروف وکړ او حاضرين يی دی خوا ته ملتفت کړه . په دغه ورځ ده ته چا د يو ملک دلور د واده قصه کړې وه چه د شرينې خورئ په مجلس کی يی علاوه په نقلونو دوه دری زره روپئ هم په خلفو ويشلی وې او يو نوی بد رواج يی هم زيات کړ . دا حکايت يی د منبر په سر بيان کړ او په دينی اوشرعی لحاظ يی هغه سړی ډير ګرم او ملامت وباله . د هغه نوم که څه هم وانه خستل شو ، مګر خلفو ته يی قصه معلومه وه او ورته ملتفت شوه . ځکه هغه له خجالته سرنه شو جګولی او په خپل عمل پښيمان معلوميده .

دغه مجادله چه د ازدواج له بدو رسمومو سره دڅو تنو پوهانو له خوا وشوه ، د لغمان په عمرزيو کی دوه درې تنو خپلې لورګانې په شرعی ډول بی د رواجونو له مراعاته ورکړی او عملی اثر يی په ځينو ځايو کی وليدل شو .

سږکال هم په اتحاد مشرقی کی د جبری نکاح ګانو ، د ولور او خوړې په نسبت متعددې مقالې نشر شوې او تراوسه پسی نشريږی چه په دې قسمت کی زمونږ د محتر او ښاغلی ملګری قيام الدين خان خادم مرسته او دښاغلی محمد طاهر خان ، ګلشاه خان ميراجان اونورو مقالې د يادولو او تشکر حق لری .