
ګرانو اوريدونکو ، د هنر او کلتور په ننني پروګرام کي به تاسي يو راپور واوري چه عنوان يي دی ، دچين د راډيويي ، تلويزيوني او فلمي چارو عمومي ادارې د کوچنيانو فلمونو ته د انکشاف ورکولو لپاره زيات تدابير نيولي دي ٠
د چين د راډيويي ، تلويزيوني او فلمي چارو عمومي ادارې د کوچنيانو فلمونو ته د انکشاف ورکولو لپاره د مربوطو پاليسيو د طرح کولو ، د زياتو پانګو د اچولو،
د کوچنيانو د سينماګانو د جوړولو او د کوچنيانو د فلمونو د فيستوالونو د جوړولو په شمول زيات تدابير نيولي دي څو چه د کوچنيانو د فلمونو د توليدولو، ښودلو او بازار ته د عرضې کولو په برخو کي مشکلات ليري کړي شي ٠
په چين کي د کوچنيانو فلمونو ته د انکشاف ور کولو لپاره ، د راډيويي ، تلويزيوني او فلمي چارو عمومي ادارې په دی وروستيو وختو کي د کلتوري ، تعليمي او مالي چارو د وزارتونو او د ښځو د ملي اتحاديي سره يو ځای د کوچنيانو او ماشومانو د فلمونو چارو ته د نور هم انکشاف ورکولو په باب خبرتيا خپره کړه او پکي يي په ښکاره توګه د کوچنيانو او ماشومانو د فلمي چارو اهميت او انکشافي مفکوره مقرره وړاندي کړه او په دي توګه يي د ګرد هيواد د منځنيو او ابتدايي ښوونځيو زده کوونکو ته سل غوره او ښه فلمونه معرفي کړل٠
د مالي قوې په برخه کي به د راډيويي ، تلويزيوني او فلمي چارو عمومي اداره د کوچنيانو او ماشومانو د فلمونو د توليدولو لپاره هر کال ٢٠ مليونه ژن مين بي يونه لګښتونه ور کړي او د روان کال څخه به هر کال د کوچنيانو او ماشومانو ٢٠ فلمونه
جوړ کړي ٠ علاوه پر دی ، عمومي اداره به هر کال د ٥ مليونو يونو په اندازه لګښت هم ورکړي څو چه د کارتوني او کميدي فلمونو د توليدولو په کارونو لاس پوري کړي ٠
ښوونځيو ته د زلميانو او کوچنيانو لپاره د کتلو وړ فلمونو سپارل هم د راډيويي ، تلويزيوني او فلمي چارو د عمومي ادارې يو کار دی ٠ تر اوسه پوري د چين په شانګهاي او بيجينګ کي نابالغو کسانو ته د فلمونو د برابرولو او ښودلو دوې شبکې رامنځ ته شويدي ٠
د راډيويي ، تلويزيوني او فلمې چارو عمومي اداره هم په پراخه توګه له ټؤلنې نه پانګې راجلبوي او ملکي صنعتي تصدي دی ته هڅوي چه په چين کي د کوچنيانو د فلمونو بينالمللي فيستوال جوړ کړي ٠
ګرانو اوريدنکو ، تاسو همدا اوس يو راپور واوريد چه عنوان يي و ، د چين د راډيويي ، تلويزيوني او فلمي چارو عمومي ادارې د ماشومانو فلمونو ته د انکشاف ور کولو لپاره زيات تدابير نيولي دي ٠