<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-09 17:45:45    
د دوو سوو کالو راهيسې د سختو زلزلو او سمندري څپو په باب لنډ معلومات

cri

د ٢٠٠٤م کال د دسمبر په شپږويشتمه نيټه د اندونيزيا د سوماترا ټاپو ته نژدي په سمندری سيمو کي د زلزلې او د زلزلې له امله د رامنځته شوی سختو سمندری څپو په اثر، د هندی سمندر په شاوخوا کي اوو اسيايي هېوادونو او يو افريقايی هېواد ته د سر و مال زيات تايوانونه رسول شويدی چه د٢٠٠٥م کال د جنوری تر پنځمی نيټی پوري څه د پاسه يولک پنځوس زره تنه مړه شويدي ٠ د متخصص په قول دغه زلزله د سلو کلونو راهيسی پنځمه سخته زلزله ده ٠

د سلو کالو راهيسی ډېرې سختې زلزلې دا وې :

په ١٩٦٠م کال کی په چيلی کی د ريکتور د نهو اعشاريه پنځه درجو په سختوالي زلزله وشوه ٠

په ١٩٦٤م کال کی د امريکی په الاسګا ايالت کی د ريکتور د نهو اعشاريه دوو درجو او په ١٩٥٧م کال کی په نوموړی ايالت کی د ريکتور د نهو اعشاريه يو درجو په سختوالې زلزلې پيښې شوې ٠

په ١٩٥٢ک کال کی په روسيه کی د ريکتور د نهو درجو په ستختوالی زلزله وشوه٠

د دوو سوو کالو راهيسی ډېرې سختې سمندری څپې دا وې:

د ١٨٨٣م کال د اګست په اوه ويشتمه نيټه د کلکتو اورغورځونکي غره د انفجار په اثر سختې سمندري څپې رامنځته شوې او شپږ ديرش زره تنه پکي مړه شول ٠

کله چه د ١٨٩٦م کال د جون په پنځلسمه نيټه ډېر جاپانيان د جشن د نمانځلو

لپاره د بحر په غاړه کی راټوليدل ، ناڅاپه سختې سمندری څپې راپورته شوي او په نتيجه کی شپږ ويشت زره تنه مړه شول٠

د ١٩٧٦م کال د اګست په شپاړسمه نيټه ، په فيليپين کی د سمندری څپو په اثر څه دپاسه پنځه شوه تنه مړه شول٠

د ١٩٩٨م کال د جولی په اوه لسمه نيټه په ګينه کی سختې سمندری څپې وشوې او په نتيجه کی څه دپاسه دوه زره تنه مړه شول او د زرګونو کورنی بحران شويدی٠

د ١٩٦٠م کال د می په دوويشتمه نيټه په ارام بحر کی د زلزلې له امله سختې سمندری څپې وشوې ، په چلی کی يو زر تنه پکی مړه او په هاويی کی يوشپېته تنه مړه شول٠