ﻻېې حسن يو په دوه شي چه ګل وټومبي اوربل کې
ﻻېې سرې منګلې سرې شي چې بنګړي کړي په منګل کې
که موټراوکه جاېداد،او که بنګلې وي بې له تا نه
ماته ټوله دنيا هېڅ ده ستا ددؤ سترګو بدل کې
خنداګانې اداګانې او سپوږمئ ګوته په خوله شو
هم بې واره بې ترتيب شو ستا ديو نظر کتل کې
اوس به حورې اوحسېنې ځانله سرې لوپټې ګوري
ځکه ستا مخ ېې لېدلی په پړونې د ململ کې
تاته هېڅ په ائېنه کې د کتو ضرورت نشته
راشه وګوره ښايست خپل د ،ظفر، په دې غزل کې