<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-10 18:32:31    
په شنګهای کښی د پو تونک نوی ناحيه د انکشاف په حال کښی دی .

cri

د پو تونګ نوی ناحيه د څوارلسو کالو د انکشاف او ابادۍ نه وروسته له يوه کلی نه چه مواصلات او اقتصاد يی وروسته پاتی و، په يوی سعادتمنی او ښکلی نوی ښاری سيمی بدله شوی ده . دمحلی ځای بزګرانو او يا هغو مهاجرينو چه د شانګهای له نورو ځايونو څخه دغه ځای ته راغلی دی ، بين المللی شرکتونو او داخلی تصديو له دغو سترو بدلونونو څخه فرصتونه لاس ته راوړلی او خپل مقصدونه او ارمانونه يی سرته رسولی دی .

که څه هم د پو تونګ د نوی ناحيی مساحت يوازی او يوازی پنځه سوه شپږ پنځوس مربع کيلو متره دی ، خو د پو تونګ د ناحيی حکومت د محدودو مځکو څخه ښه استفاده وکړه .د شانګهای د ښاروال مرستيال جيانګ سی سيان وويل چه د پو تونک د مځکو د منابعو د محدوديت له کبله بايد د مسلسل انکشاف له لاری د پولونو، دمالونو د تبادلی او د نندارتونونو په شمول عصری خدمتی چارو ته او دالکترونيک ، سوفتوير اود بيالوجۍ او دارو درملو په شمول د لوړ ساينس او تکنالوجی په شمول صنايعو ته دی پراختيا ورکړای شی ،څو چه ديانګځی سيند په دلتا او په ټول هيواد کښی عمومی خدمتی طاقت او په نړۍ کښی د سيالۍ قوت پياوړی کړای شی .

اوس د پو تونګ په نوی ناحيه کښی ددولت په درجه اوه بازارونه ، د بين المللی شرکتونو يو ديرش سيمه ايز مرکزونه ، يو سلو ديرش چينی او خارجی لوی څيړونکی او انکشافی سازمانونه او د بين المللی شرکتونو په اړه د شيانو د

اخيستلو پنځوس مرکزونه راغونډ شوی دی او په ابتدايی توګه پکښی داسيا او ارام بحر په سيمه کښی د منابعو د توزيع مرکز ، تخنيکی څيړونکی مرکز او دبين المللی شرکت دکار مرکز جوړ شوی دی .

د لو جيا ځوی په پولی او تجارتی سيمه کښی څه د پاسه يو سلو پنځوس چينی او خارجی سازمانونه ،څه د پاسه څلور زره خدمتی او تجارتی سازمانونه موجود دی چه په دی جمله کښی د نه شپيته خارجی بانکونو د سرمايوعمومی حجم له شل مليارډو امريکايی ډالرو څخه اوښتی دی چه دغه رقم په چين کی دخارجی بانکونو د عمومی سرمايو نيمه برخه نيولی ده . تير کال د شانګهای د بهادارو اوراقونو په بورس کښی د معاملاتو اندازه اته زرودری سوو مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيده چه دغه رقم په ټول هيواد کښی په سلو کښی اوه اتيا برخه ونيوله او په اسيا کښی يی دريم مقام ونيوه .

پخوا دشانګهای ښار يو داسی صنعتی ښار و چه د پروژو او منابعو په برخو کښی يی له نورو ولايتونو او ښارونو سره سيالی وکړه ، اوس د پو تونک د نوی ناحيی د ابادۍ او بهربردارۍ سره سره شانګهای يو داسی سيمه ايز مرکزی ښار ګرځيدلی دی کوم چه د ټول هيواد او حتی د ټولی نړۍ دپاره تجارتی فرصتونه او خدمتونه برابر کړی دی .

د پو تونګ د نوي ناحيی مرستيال دای های بو وويل چه اوس پو تونک د تصديو د کار دپاره د بين المللی تعامل په مطابقت چاپيريال برابرکړی ،څوچه لا زياتی چينی او خارجی تصدۍ ځانته را جلبی کړی او تصدۍ پکښی له خپلو استعدادونو څخه پوره استفاده وکړی .

تر اوسه پوری پو تونګ د اته نوی هيوادونو اوسيمو څه د پاسه لس زره خارجی تصدۍ راجلبی کړی دی چه په دی جمله کښی يو سل اتيا بين المللی شرکتونه شامل دی او د دوه ويشت مليارډو په اندازه دخارجی پانګو څخه د استفادی دپاره قراردادونه لاسليک کړی دی .مرکزی حکومت او نورو ولايتونو او ښارونو د پو تونک د نوی ناحيی په اتو زرو پروجو کښی پانګی اچولی دی او د راجستری شويو پانګو شمير سلو مليارډو ژن مين بی يونو ته رسيدلی دی .