<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-10 18:49:14    
د ژمي په فصل کې د ننه په کوټه کې د چاپيريال او د انسان د روغتيا ساتنه

cri

(١)

په چين کې هر کال د دسمبر نه د راتلونکي کال تر فبروري پوري د ژمي موسم دي ٠ د اړوندې احصإيي له مخې په دي موسم کې په چين کې د زاړو کسانوله پاره په ناروغيو د اخته کيدو ميزان د ټول کال د نورو موسمو په نسبت څلور چنډه زيات دي ٠ د ژمې فصل د تنفس د ناروغۍ د زيات راپيدا کيدو موسم دي ٠ د ژمې په راسيدو سره د ننه په کوټه کې د چاپيريال ککړتيا او د ننه په کوټه کې د هوا د خرابوالي له امله رامنځ ته شوي روغتيايي مسئله هم د زياتيدو په حال کې دي ٠ د چين د کوټې د چاپيريال د نظارت د مرکز د رئيس سونګ ګوان شتګ په نظر اوس د ژمي په فصل کې د ننه په کوټه کې د کاربن مونو اکسيد مسمويت ، د کاربن دوه اکسيد زياتوالي او دکيمياوي ککړتيا مسئلې ډيرې سختې ښکاري ٠ دکاربن مونو اکسيد د مسمويت عمده علت دا دي چه د ژمي په موسم کې يو شمير خلک په خپل کور کې د سکارو په استفادي سره ګرمي اخلي ٠ که سکاره په پوره توګه و نه سوځيږي ، کاربن مونواکسيدي به راپيدا شي او د کوټې د اوسيدونکو د مسموميت سبب شي ٠ عمومأ مسموم شوي کسان دا احساس لري چه سر درد ، ګرځيند، تنفس مشکل ، د زړه ټګر چټک شوي دي ٠ حتي ځيني به يي بي هوښه شي ٠ نو هغه اوسيدونکي د ژمي په وخت کې په کوټه کې د سکارو په واسطه ګرمي اخلي ، بايد دي ته متوجه شي چه د کوټې هوا ګرزيدل دي وساتل شي ٠ بله مسئله دا ده چه له دي امله چه د ژمي په موسم کې هوا ډيره يخه ده ، نو خلک تل د خپل کور کړکۍ او دروازه کلک بندوي ٠ نو په دي اثر به د ننه په کوټه کې دوه کاربن اکسيد زيات شي ٠ په تيره بيا په ځينو لويو مغازو او عامه ځايونو کې له دي امله چه ډير خلک پکې شته ، نو غلظت يي ډير دروند دي ٠ بله د توجه وړ خبره دا ده چه د ژمي په موسم کې د ننه په کوټه کې د تودوخي ډير ټيټوالي يا ډير جګوالي به ټول د انسان روغتيا ته زيانونه ولسوي ٠ له دي امله چه په ژمي کې د بهر تودوخه ډيره تيټه ده ، که په کوټه کې تودوخه ډيره جګه وي ، د دغې تودوخي فاصله به د انسان د زړه او دماغ د رګ ناروغۍ سبب شي ٠ که په کوټه کې تودوخه ډيره جګه وي د انسان د تنفس ناروغۍ به پيدا کيږي ٠ د اړوندې څيړنې له مخې په ژمي کې ښه به دا وي چه د ننه په کوټه کې د تودوخې درجه د ساتنې ګراد د شپاړس درجې نه تر څليرويشت درجې پوري وساتل شي ٠