د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د پاکستان جمهوررئيس پرويز مشرف د جنورۍ په لسمه نيټه په اسلام اباد کښی وويل چه پاکستان به په مداومه توګه له تروريزم سره د مجادلې په برخه کښی له امريکې سره همکاری وکړی تر څو چه دا مجادله بريالی شی ٠
پرويز مشرف د امريکې د مرکزی قوماندانۍ له قوماندان جنرال جون ابيزايد سره د کتنې په وخت کښی نوموړی خبرې وکړې٠ جمهوررئيس پرويز مشرف د پاکستان او امريکې د پوځونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ د روابطو د يادولو په بهير کښی هيله څرګنده کړه چه دغه دوستانه روابط به په لا پسی توګه ثابت انکشاف ومومی ٠ جنرال جون ابيزايد دا څرګنده کړه چه امريکه به په مداومه توګه له پاکستان سره نظامی راکړې ورکړې وکړی ٠
جنرال ابيزايد د جنورۍ په نهمه نيټه پاکستان ته په دوه ورځنی مسافرت پيل وکړ٠