د سين هوا اژانس د خبر له مخی د محصيلينو د بين المللی سپورتی اتحاديی رييس چارج کيليان د ويانا په وخت د روانی مياشتی په لسمه نيټه د اطريش په انسبروک کی اعلام وکړ چه دچين د هيرونجيانګ ولايت مرکز هاربين ښار د ٢٠٠٩ کال لپاره د محصيلينو د نړيوالی ژمنی سپورتی لوبو د جوړولو حق ترلاسه کړ .
په همدی ورځ د نوموړی اتحاديی د ټولو غړو په غونډه کی هاربين د اجرايوی کميټی د ٢٣ تنو غړو څخه د اکثريت لخوا ومنل شو . ښاغلی کيليان هم اعلان وکړ چه د سيربيا او هيرځګوينا مرکز بلګراد د ٢٠٠٩ کال لپاره د محصيلينو د نړيوالی دوبنی سپورتی لوبو د جوړولو حق ترلاسه کړی دی .