<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2005-01-11 18:05:02    
يوه چينی او افغانی نژاده ويغوری پيغله

cri

ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام په دی برخه کی به مونږ د يوې چينی او افغانی نژاده ويغوری پيغلې په باره کی څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

لږه موده د مخه خبريال په هغه اسلامی رستوران کی چه د بيجينګ د خارجی ژبو پوهنتون ته نژدی واقع دی ، تصادفأ له هغه ويغوری پيغلی سره چه د شمال لويديځ چين له شينجيانګ څخه راغلی ، ملاقات وکړ . د هغی نوم اتيلا دی او د بيجينګ د خارجی ژبو په پوهنتون کی د عربی ژبی په زده کړې بوخته ده . د خبريال لپاره يوه غيرمترقبه او حيرانوونکی خبره خو دا ده چه اتيلا يوه چينی او افغانی نژاده ويغوری پيغله ده . د حرفوی عادت او کنجکاوی له امله خبريال لومړی په دی هکله ور سره لنډه مرکه وکړه . اتيلا په سليسه چينی معياری ژبه خبريال ته وويل __ زما نيکه ٩٧ کلن دی او صحت يی ډير ښه دی . د نيکه په قول ، دده پلار يو افغان ؤ . د ډيرو کلونو په وړاندی هغه له افغانستان څخه د چين شينجيانګ ته راغلی او له يوی ويغوری پيغلی سره يی واده کړی ؤ . اصلأ هغوی د شمالی شينجيانګ په ايلی ښارکی اوسيدل . وروسته د دغی کورنی ټول غړی زما د پلار په مشرۍ د شينجيانګ د ويغوری قوم د خود مختاری سيمی مرکز وروموچی ښار ته ليږدول شول او تر اوسه پوری هلته کار او ژوند کوی ..... نو ويل کيږی چه زمونږ کورنی غړی په چينی او افغانی نژاد پوری اړه لری .

پيغله اتيلا له اکثرو ويغوريانو سره توپير لری چه هغه په سليسه او معياری چينی ژبه له نورو سره خبری کولای شی . که څوک يوازی د اتيلا غږونه اوری ، ممکنأ به په دماغ کی يی داسی ګمان کوی چه هغه د بيجينګ يوه پيغله وی . د چينی ژبی د زده کړې په برخه کی د خپلی تجربی د يادونی په ترڅ کی اتيلا وويل :

زما پوره نوم اتيلا بينتو عبدل عزيز بوني علی بونيموسا دی . کور مو يوه څلور کسيزه کورنی ده چه له ما نه پرته ، پلار ، موراو کشره خور پکی هم شته . زما پلار يو سوداګر دی او مور می دتقاعد نه مخکی د يوه ميلمستون يوه

تيلفون چی وه . د پلار په نظر، ښايی چه د کوچنيتوب په مرحله کی خپله لور د ويغوری ژبی په ښوونځی کی شامل کړی وی . خو مور می دا نظريه وښودله چه چينی ژبه ملی ژبه ده اود يوه چينايی لپاره د ملی ژبی زده کول ضروری دی . نو په دی توګه بالاخره زه د چينی ژبی په مکتب کی شامل شوی وم . که څه هم د لومړنيتوب په وخت کی په هيڅ چينی ژبی نه پوهيدم ، خو د وخت په تيريدو سره می له نورو ماشومو نجونو او هلکانو سره د لوبی کولو په بهير کی په ملی ژبه په خبری کولو پيل وکړ . اوس په ملی ژبه خبری کول له ويغوری ژبی نه لا هم ښه دي . زما مور او پلار په ملی ژبی هم پوهيږی ، خو د خبری کولو په وخت کی دومره معياری نه دی .

اتيلا خبريال ته وويل چه که څه هم هغه په عمده توګه په ملی ژبه له نورو سره غږيږی ، خو له کورنيو غړو سره د خبری کولو په وخت کی اکثرأ ويغوری ژبه استعمالوی . ځکه چه پلار يی هغی ته داسی ويلی چه دوی ويغوريان دي او بايد دخپل قوم مورنی ژبه هير نه کړی . نو په دی وجه هر کله چه د رخصتی په وخت کی خپل کور ته بيرته ځی ، پلار يی هغی او د هغی کشری خور ته ويغوری ژبه ورزده کوی . نو په دی توګه اوس اتيلا په ويغوری ژبه هم ښه ويلای شی او صرف په ليکلو او لوستلو کی لږ څه کمزور ښکاری . مګر خور يی نه يوازی په ويغوری ژبه ښه ويلای شی ،بلکه په ويغوری ژبه مقالی هم ليکلی شی .

په ٢٠٠٠کال کی پيغله اتيلا د شينجيانګ نه د هيواد په مرکزی سيمه کی د خه نان ولايت مرکز جنګ جو ښار ته لاړه او د جنګ جو د موګوانګ د عربی ژبی په ښوونځی کی يی د عربی ژبی او د اسلام د مذهبی معلوماتو په زده کړی پيل وکړ . هغی وويل __ هلته می دری کاله زده کړه او ژوند کاوه او وروسته بيجينګ ته راغلی يمه او د بيجينګ د خارجی ژبو په دوهم پوهنتون کی می په مداومه توګه عربی ژبه زده کوله . اوس زه د بيجينګ د خارجی ژبو د پوهنتون يوه نجونی زده کوونکی يمه .

له پيغلی اتيلا سره د مرکی د پای ته رسيدو نه مخکی خبريال د هغی د نيکه ګانو په باره کی يو ځل بيا تری پوښتنه وکړه چه ايأ نن سبا په افغانسان کی ددوی خپلوان هم لټولای شی که نه ؟ اتيلا په افسوس ،خو بيا په خوښۍ سره داسی ځواب ورکړ چه نن سبا که څه هم په افغانستان کی زمونږ د نيکه ګانو د خپلوانو د پيداکيدوامکان ډير کم دی . خو دا هيڅ پروا نه لری ، ولی چه زما په فکراو زړه کی ټول افغانان خپل خپلوان ګڼل کيږی . که کوم نيک فرصت راپيدا کړم ، نو خامخا به افغانستان ته لاړشم او هلته به زمونږ ټول افغانی خپلوان وګورم .

اتيلا زياته کړه چه نوی کال به ژر رارسيږی او غواړی چه د راډيويی څپو له لاری هر افغان خپلوان او دوست ته سلامونه ووايی او دا نيکه هيله څرګنده کړي چه په نوی کال کی به له سولی ، سوکالۍ او نيکمرغۍ نه ډک ژوند پيل کړی .

ګرانواوريدونکواو دوستانو ، تاسو همدااوس د پښتو څانګی د ځوان خبريال په قلم يو راپور واوريد چه عنوان يی و __ يوه چينی او افغانی نژاده ويغوری پيغله .